لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف پاکستان کې په سېلابونو اندېښنه څرګنده کړې او د مرستو يې ويلي


نړیوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] په پاکستان کې د روانو سیلابونو څخه په رامنځته شوو حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او په سیمه کې د ادارې مشر استهر پیریز روئز ويلي د وروستي موافقه شوي پروګرام تر مخه به په پاکستان کې د سېلاب ځپلو او د بیارغونې هڅو کې مرسته کوي.

پاکستان کې د ايي اېم اېف سيمه ييزه ایزه مشر استهر پیریز روئز د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي، مونږ به د اوسني پروګرام لاندې، د سېلاب ځپلو د مرستو او بیاروغونې هڅو په اړه د چارواکو روانو هڅو، دوامداره پالیسیو او لوې اقتصادي ثبات ډاډمن کولو د پاره د نورې نړیوالې ورورولۍ سره په ګډه کار وکړو.

تیره میاشت، ايي اېم اېف له اړخه پاکستان ته د 1.1 اربه ډالرو د پور قسط ورکړی شوی وو البته د سختو شرطونو په نتیجه کې پور ترلاسه کولو سربیره د پاکستان اقتصاد د سخت بحران سره مخ دی چې ورته د سېلابونو له سببه نور هم زیان رسېدلی دی.

اقتصاد پوه جرنالسټ شهباز رانا وايي د پاکستان 15 فیصده ځمکه اوس هم تر اوبو لاندې او 33 ملينه خلک اغیزمن شوي دي.

د هغه په خبره، د سېلابونو څخه رسیدونکي زیان له سببه ویره ده چې د پاکستان د ابادۍ 15 ملینه خلک په داسې حال کې نور هم د غریبۍ ښکار شي چرته چې د وړاندې په لويه شمېره کې خلک د غريبۍ د کرښې نه لاندې ژوند کوي.

د قدرتي افتونو د انتظام قامې ادارې این ډې اېم اې ترمخه د جون د 14 نېټې راهسې د بارانونو او سېلابونو له سببه تر اوسه په ټول ملک کې 1545 کسان مړه شوي او د 12800 څخه زیات ټپیان شوي دي.

د شمېرو ترمخه دغو سېلابونو د 19لکه پورې کورونه اغېزمن کړي، 12760 کلومیټر سړکونه ، د ریل پټلۍ، د نهه لکه 35000 زيات څاروي او په لکونو اېکړه د کرکروندې ځکه يې اغېزنه کړې ده.

د منصوبه بندۍ وفاقې وزیر احسن اقبال تر مخه، هیواد ته د 30 اربه ډالرو زیان رسېدلی دی چې له سببه يې د اقتصادي ودې په کچه کې 3 فیصده کمی راتلی شي.

پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېریش د دغه سیلابونه سبب ماحولیاتې بدلون ګرځولی او د نړۍ څخه یې د پاکستان د مرستو تر څنګ د دغه بدلون د مخنیوي دپاره د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنې هم کړي دي.

بل پلو ته د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په سيند صوبه کې د ویجاړونکو سیلابونو څخه اغیزمن شوو خلکو کې د اوبو څخه رامینځته شوي ناروغیو د خپریدو د ویرې سره د ناروغۍ او مړینو د ممکنه 'دوهم ناورین' خبرداری ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG