لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي حکومت د تحریک انصاف د لانګ مارچ صورت کې اسلام اباد ته د پوځ رابللو پرېکړه کړې ده


دپاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې که د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپلو پلویانو د اسلام اباد په لوري د لانګ مارچ غږ وکړو نو په پایه تخت کې به پوځ ځای پر ځای کوي.

د مرکزي حکومت دا فيصله تيره ورځ د داخله وزير رانا ثناء الله په مشرۍ یوه غونډه کې شوې ده چې پکې د پي ټي ایي احتجاجي لاریون یا لانګ مارچ سره د مقابلې لپاره تګلاره جوړه کړې شوې وه.

د کورنیو چارو د وزیر تر مخه دتحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰ یا ۲۵ زرو څخه زیات خلک نه شي راغونډولی چې د مخنیوي د پاره به یې ددغه شمیرې څخه زیات ځواکونه اسلام اباد کې ځای په ځای کړی شي.

دهغه په وینا ریډ زون یا په مهمو سرکارې ودانیو به په دوو پړاوونو کې پوځ او رینجرز ځای په ځای کړل شي.

رانا ثناء الله وایي د سیند پولیسو لس زره عسکر او د اسلام اباد دپولیسو تربیه شوي عسکر به هم د دوی مخې نیولو ته چمتو وي.

د حکومت له لوري دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د تحریک انصاف مشر فواد چوهدري ادعا وکړه د پایه تخت پر لور ي د لانګ مارچ لپاره ټول انتظامات او چمتووالی په وروستي پړاو کې دی.

د تحریک انصاف له اړخه که څه هم د لانګ مارچ باقاعده نیټه نه ده اعلان شوې البته د ګوند یو مشر فواد چوهدرې د شخصې ټیلې ویژن سره خبرو کې ویلې په ګوند کې یوه طبقه ګڼي چې لانګ مارچ ډیر وځنډیدو او نور نه شي څنډول کیدای البته څه داسې خلک هم شته چې وایي د لویو پریکړو یعنې په نومبر کې د پوځ د سرلښکر د ټاکنې انتظار دې وکړل شي.

د فواد چوهدري له مخې عمران خان د ګوند دهغو غړو سره راضي شوی چې وایي لانګ مارچ نه شي ځنډولی.

د څیړونکو وینا ده په داسې حال کې چې هیواد د سیلاب د اوبو او اقصادې بحران له سوبه په پورونو کې ډوب دی، اوسنیو سیاسي حالاتو هیواد دبې ثباتۍ سره مخ کړی دی.

ستر جرنلسټ اویس توحید وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، د عمران خان دخپلو دې هڅو په نتیجه کې غواړي چې ریاستي نظام د دوئ دریځ ومني او هغه په اکثریت سره یو ځل بیا واک ترلاسه کړي.

ښاغلی اویس توحید زیاتوې البته ریاست عمران خان ته دا خبره په ذهن کې کښېنول غواړي چې هغه د ریاست څخه زیات طاقتور نه دی او د دغه حالاتو له امله په هیواد کې ورځ تربلې سیاسي حالات خرابیږي.

عمران خان د مرکزي حکومت راغورځولو د پاره تیره ورځ د پښور په جلسه کې دخپلو پلویانو څخه سوګند هم اخستی و.

د دوی د سوګند اخستو پر انداز هم پر ټولنیزو رسنیو خوره بحثونه شوي دي.

څه خلکو ته د دوی دغه انداز د هیټلر په رنګه ښکاري او څه خلکو د عمران خان دې انداز ته د نیازي نوم ورکړی دی.

بل پلو ته وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ خپل ټویټ کې لیکلي وو چې د پوځ پر ضد دکمپین شورو کولو دلارې عمران خان د واک ترلاسه کولو د پاره فشار اچوي چې پکې به بریالی نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG