لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او بې پولې خبریالان: د پاکستاني خبریال ارشد شریف د وژل کېدو پلټنې دې وشي


اسلام اباد – د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دا لا څرګنده نه ده چې د ارشد شریف مړینه په کومو حالاتو کې شوې، خو وایي "موږ په دې اړه په بشپړې څېړنې ټینګار کوو".

د جرنالسټانو د حقونو نړیوال تنظیم رپورټرز وید اوټ بارډرز یا «بې پولې خبریالانو» ویلي د ارشد شریف وژنه د اندېښنې وړ ده او وایي په نړیواله کچه دې یې پلټنې وشي.

همدارنګه د پاکستان مخکینی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، خبریال ارشد شریف په کېنیا کې په "هدفي برید" کې وژل شوی دی او د پاکستان پوځ وایي له حکومته یې غوښتي چې د هغه د وژنې په اړه "د لوړې کچې" پلټنې وکړي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر مشر مېجر جنرل بابر افتخار نن د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي، حکومت ته یې ویلي د ارشد شریف د وژنې په اړه دې "د اعلی کچې پلټنې وکړي چې شکونه ختم شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا په کینیا کې د پولیسو په ډزو د وژل شوي پاکستاني خبریال ارشد شریف مړی به نن پاکستان ته رارسېږي،

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د ټویټ د لارې ویلي د کېنيا صدر ويليم روټو سره یې د پاکستاني خبريال ارشد شريف د وژنې په اړه ټيليفوني خبرې کړي او د پېښې د بې پلوه او شفافو تحقيقاتو غوښتنه يې کړې ده.

بل پلو ته اسلام اباد هایکورټ د ارشد شریف د وژنې د پلټونو د پاره د عدالتي کمېشن جوړولو خواست رد کړی، البته حکومت ته یې لارښودنه کړې چې د پلټنو عمل دې د جرنلسټانو د تنظیمونو په ګډون تر سره کړی شي.

ارشد شریف د یکشنبې- اتوار په شپه د کېنیا پایتخت نیروبي ته نیژدې د ډزو په یوه پېښه کې ووژل شو او د پولیسو د لومړنیو راپورونو ترمخه پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

وزیراعظم شهباز شريف د ټویټ د لارې ویلي د کېنيا صدر ويليم روټو سره د پاکستاني خبريال ارشد شريف د وژنې په اړه ټيليفوني خبرې کړي او د پېښې د بې پلوه او شفافو تحقيقاتو غوښتنه يې کړې ده.

د فیډرل یونین اف جرنالسټ صدر افضل بټ وايي، د کېنیا د پولیسو د دریځ خپلولو څخه یې اندېښنې نه شي ختمېدای:

"مونږ د حکومت څخه غوښتنه کوو یو د حقیقت موندنې کمیشن دې جوړ کړی شي، چې پکې د وکیلانو تنظیمونو، د بشري حقونو کارمندان او جرنالسټان شامل کړی شي او کېنیا ته ولېږل شي".

د کینیا مېډیا هم د ارشد شریف پر وژنه پوښتنې رابرسېره کړي چې پولیسو پر ګاډي نېغ په نېغه ډزې ولې کړې؟ د ډرايور پر ځای سوار ولې په نخښه کړی شوی؟

د کینیا یو نین اف جرنالسټ ویلي د وژنې محرکات دې مخې ته راوړل شي.

د بشري حقونو او جرنالسټانو تنظیمونه د هیواد څخه بهر د ارشد شریف د تګ پر حالاتو هم پوښتنې را برسېره کوي.

ارشد شریف د روان کال د اپرېل په میاشت کې دعوه کړې وه چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان پر ضد د بې اعتمادۍ له تحریک وروسته د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) له خوا ځورول کیږي.

هغه وروسته له هغه هیواد پریښود او د رپوټونو له مخې په دوبۍ او لندن کې یې د ځان د جلاوطنۍ پر مهال ژوند کاوه. د دوی وکیل په دې اړه عدالت ته یو درخواست هم دایر کړی وو، خو ایف ای اې ویلي وو چې نه یې ارشد شریف نیولی او نه یې ځورولی دی.

خو عمران خان د نهې- سه شنبې په ورځ په پېښور کې د وکیلانو یوې غونډې ته وویل، ارشد شریف به تل ریښتیا خبرې کولې او د ده په ګډون به یې پر "شریف خاندان" هم نیوکې کولې او وایي له همدې کبله هغه ته ګواښونه هم کېدل، خو دا یې ونه ویل چې ګواښونه ورته چا کول.

د پاکستان قامي اسمبلۍ تېره ورځ د ارشد شریف د وژنې د پلټنو په اړه متفقه قراردار منظور کړی وو.

د تحریک انصاف مشر فواد چوهدري پر حکومت نیوکې کړې او وایي پارلیمان یواځې د هغه فاتحه کړې ده. وایي‌ د ارشد شریف پر وژنه د کېنیا رسنۍ تفصیلات وړاندې کوي، خو د پاکستان مطبوعاتو باندې سنسرشپ لګېدلی دی.

پاکستان په هر حکومت کې د جرنالسټانود پاره یو خطرناکه هیواد ګڼل شوی، خپله د تېر تحریک انصاف پر حکومت هم نیوکې کېدې چې پکې جرنالسټان ځورول کیږي او د دوی د خولې پټې ساتلو دپاره د "مېډیا اتهارټي" په نور ادارې جوړولو هڅې کیږ.

د یونیسکو د رپوټ ترمخه له ۱۹۹۸م کال څخه تر اوسه په پاکستان کې ۹۰ جرنالسټان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG