لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: پولیس وايي په سياسي بحث د جګړې په سر وژنې د پېښې پلټنې کوي


د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې پولیس وايي، دوه ورځې وړاندې چې د مردان ضلعې په بابوزو علاقه کې په موټر وی دپاسه د سياسي بحث په سر کومه جګړه شوې، يو تن پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی وو، د تورنو کسان د نيولو دپاره عمليات روان دي او زر ده چې په پېښه کې ککړ کسان ونیول شي. څيړونکي وايي دغه پېښه په سياست کې د بې زغمۍ او تشدد عکاسي کوي.

د يادې پېښې په اړه د خالي/ شنبې په شپه ناوخته د بابوزو په تاڼه کې درج شوې مقدمه [اېف ايي ار] کې ویل شوي، چې رحيم الدين او وقاص الدين دواړه وروڼه د پېښور نه دير تېمرګرې ته روان وو، په ګاډي کې يې د نااشنا کسانو سره سياسي بحث ومباحثه شوې او بيا دغو نااشنا کسانو نورو ته ټيليفون کړی بابوزۍ انټرچېنج ته يې راغوښتي دواړو وروڼه يې د ګاډي نه کوز کړي، تشدد يې پرې کړی او يو تن رحيم الدين په ډزو کې وژل شوی او وقاص الدين ژوبل شوی دی.

د بابوزۍ پوليس تاڼې يو چارواکي مزمل وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړه او وې يې ويل چې په پېښه کې تورنو کسانو ته نزدې شوي او زر به يې ونيسي خو په دغه اړه يې نور څه ونه ویل.

د کوز دير ضلعې د پاکستان تحريک انصاف ګوند جنرل سيکرټري غلام حسېن وايي دغه کسان چې يو وژل شوی او بل ژوبل دی وروڼه دي او د تحريک انصاف ګوند غړي دي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل وژل شوي تن به په سعودي عرب کې مزدوري کوله کلي ته راغلي وو ناروغه وو او ورور يې پېښور ته ډاکټر له بوتللی او په ګاډي کې يې سياسي بحث نه دی شوی.

خو په څلورم او پينځم نومبر باندې په پېښور او د صوبې په نورو برخو کې پاکستان تحریک انصاف ګوند احتجاجونه کړي وو.

سياسي څیړونکي وايي په پاکستان کې د تيرې يوې مودې نه په سياست کې بې زغمي سېوا شوې او دغه تور په پاکستان تحريک انصاف ګوند باندې پورې کيږي چې په سياست کې يې د تشدد او سپکو سپورو ويلو روايت پېل کړی او په ځواب کې ورته بيا نور سياسي ګوندونو هم دغه رنګ غبرګون وايي.

څيړونکی شمس مومند وايي، په سياست کې د بده مرغه بې زغمي ورځ بلې سېوا کيږي چې په شا يې څو علتونه دي پکې نفسياتي، معاشي، بې روزګاري او سرسري يا سطحي تعليم دی، او بيا چې د سياسي ګوندونو مشران او په ځانګړي توګه د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو کوم ډول جارحانه رويه خپله کړې، په پاکستان کې دغه کلچر ته ډېره وده ترلاسه شوې ده.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په پاکستان کې په وروستیو کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په ځايي کچه مشران په ټولنيزو رسنیو وليدل شو چې ډېر جذباتي بيانونه یې ورکړل. هغه وويل بايد سياسي مشران خپلو خلکو ته داسې خبرې ونه کړي چې هغه دروغ يا پروپېګنډا وي، خلک بې زغمۍ ته ونه پارول شي او که څوک هم داسې ګام اخلي هلته دې قانوني چلند وشي.

وي او اې ډیوه په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د مشرتابه سره په دغه تړاو د اړیکو هڅه کړې په وټیس اېپ يې ورته پوښتنې لیږلي او هغوی اورېدلي خو ځواب يې ورته نه دی ویلی.

په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون کې د سياسي چارو څيړونکی او د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي، په پاکستان کې د تيرو درېو لسيزو راهسې په سياست کې کوم تشدد راغلی د هغې اثرات په ټولنه کې ليدل کيږي او په رياستي کچه زیات شوی تشدد د سياست څخه نه شي بيليدی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په سياست کې چې کومه ژبه کې کارول کيږي د هغې په ځوان کول باندې بدې اغېزې کيږي اوپه وينا کې داسې تاثر ورکول کيږي چې سياسي ګوندونه د يو بل دښمنان دي خو جمهوريت د يو داسې رويو نوم دی چې په هغې کې د نوي کول روزنه کيږي او دا د سياسي مشرانو زمه واري ده چې د نوي نسل روزنه وکړي او دوی د تشدد څخه بچ وساتي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان د پي ډي اېم يا اتحادي ګوندونو حکومت د غلو د ټولې په نوم يادوي او مخالفه ګوندونه بيا عمران خان د فتنې يا فساد په نوم بلي او درغجن ورته وايي.

د پنجاب په وزیراباد سيمه کې د تحریک انصاف په لانګ ډزو کې چې عمران خان ژوبل شوی د دغه پېښې وروسته د یاد ګوند يو مشر فواد چودري په خپله وینا کې په پلويانو غږ کړی چې د يادې پېښې بدل به اخلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG