لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټيټ بینک:دروشن اکاونټ له لارې پاکستان ته لېږل کیدونکو پیسو کې د763 میلينه ډالرو کمی راغلی دی


پاکستان مرکزی بینک وایي د روان مالي کال په ستمبر میاشت کې د روشن ډيجيټل اکاونټ په نیا پاکستان سرټیفیکیټ پانګونو کې 763 میلينه ډالره کمی راغلی دی .

داقتصادی پوهانو وینا ده چې په پاکستان کې د خراب سیاسي صورت حال او معاشي بې ثباتۍ له امله د خلکو باور راکم شوی او زیاتره بهرني پانګه وال او پاکستاني وګړي د غیرملکي پیسو اکاونټونو نه خپلې پیسې وباسي .

خو د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي د پاکستان د دیوالیه کیدو کوم خطر نشته او هغوي کولی شي چی ټاکل شوې بهرنۍ اداییګۍ په وخت وکړي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر معراج الحق وی او ای ډیوه ته وایي په ملک کې د رامنځته شوې سیاسي بې ثباتۍ له امله ملکي اقتصاد ته نقصان رسی او د پاکستان اقتصادي ستونزو کې اضافه شوې ده.

هغه وایي په دې وروستیو کې د سعودی عرب وليعهد محمد بن سلمان هم د سیاسي اړي ګړي له وجې پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی او په ملکي اقتصاد کې د بې ثباتۍ له وجې د بهرنیو اوسیدونکو اعتماد راکم شوی دی.

"دسیاسپ بې یقینۍ له وجې د یو هیواد د بل هېواد سره معاشی لوظنامې متاثره کیږي، د نړیوالو ادارو سره مالیاتي او تجارتي لوظنامې هم اغیزمنې شي او دې سره د پانګه والو اعتماد بې ځایه شي او د پیسو تګ راتګ هم اغیزمن شي"

د روان مالي کال په اکتوبر میاشت کې مرکزي بینک په روشن ډيجيټل اکاونټ کې دغیرملکي زرمبادلې حجم 5.3 اربه ډالره ښودلی و چې پکې د نیا پاکستان سرټیفیکیټ په مد کې 3.3 اربه ډالر پاکستان ته راغلي وؤ.

سږکال په جون کې دا رقم 953 ملينه ډالره کم شوی و خو په مارچ کې دا پانګونی 1.42 اربه ډالرو ته رسیدلې وې.

د اقتصاد ماهر ډاکټر غلام صمد وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې د روانې اقتصادي بې باورۍ له امله د پانګه والو اعتماد ختم شوی دی.

"په پاکستان کې چې څوک هم پانګونې کوي نو هغوي ته تحفظ ورکړی شوی وي خو په موجوده حالاتو کې د پانګه والو اعتماد ختم شوی او هغوی دا ګڼي سرمایه کاري یې خوندي نه ده نو هم دغه وجه ده چې راتلونکی رقم کم شوی"

په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله مرکزي حکومت وایي اقتصاد ته 32 اربه ډالره نقصان رسیدلی او د اقتصادي درجه بندۍ نړیوالو ادارو فیچ او موډیز د پاکستان د اقتصادي پرمختیا کچه 2فیصدي ته راکوزه کړې وه .

د پاکستان مرکزي بینک وایې د بینک سره دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 7.9 ډالرو ته راکوزه شوې او د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپور د نهم قسط دپاره د مذاکراتو دنیټې وروسته کیدو له امله مطبوعات وایي د پاکستان د دیوالیه کیدو خطرې زیاتې شوې دي.

خو د خزانې وزیر اسحاق ډار وایي د دیوالیه کیدو خطر نشته او حکومت کولی شي چې د سکوک بانډونو دلارې د اداییګو واپسي په وخت وکړي او د روان مالي کال دپاره دمالي ضرورتونو انتظام شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG