لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د دوايانو جوړولو دپاره د خام موادو په کمي اندېښنه څرګنده کړی شوې


پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن اندېښنه څرګنده کړې چې مرکزي حکومت د خام مال درآمد کولو دپاره د ډالرو ورکولو نه ډډه کوي او دې سره به په پاکستان کې د دوايانو کمی جوړ شي بايد مرکزي حکومت زر تر زره د دوایانو جوړولو دپاره د خام مال ایل سيز پرانيزي.

بل اړخ ته په خېبرپښتونخوا کې د دوایانو کاروباریان وایي د خام مال د کمي له وجی د دوایانو بیعې لوړې شوي او که خام مال نه راځي نو د ژوند ژغورولو دوايانې به کمې شي.

د پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن عمومي سيکتر ډاکټر عبد الغفور وایي دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې د فارما يا دوايانو د صنعت سره یوازی د 15 ورځو د خام مال ذخیره موجود ده او یوه میاشت وروستو به په پاکستان کی د ژوند بچ کوونکې دوایانې ختمې شي او د خلکو ژوند به د خطرو سره مخ شي.

"دا یوه غټه المیه ده خدای دې نه کړي که د دوايانو بحران جوړ شونو ناروغان به چرته ځي او ډېر داسې د زړه او دمې او شوګر ناروغان دي چې هغوی په امروزه حساب دوايانو ته ضرورت لري په پاکستان کی د صحت نظام د وړاندې څخه کمزوری دی او که په ملک کی د دوایانو کمی راشي نو یو غټ انساني بحران به پېدا شي".

پاکستاني مطبوعات وایي مرکزي بېنک کاروباري بینکونو ته زباني ویلي چی لیټرز آف کریډټ د پرانستو څخه ډډه وکړی خو مرکزي بېنک د روانې میاشتې په وړومبۍ نېټه دا خبرونه رد کړي او ویلي وو چې داسې قسمه خبرونه په مارکیټ کې د بې یقینۍ پېدا کولو دپاره خپریږي.

د روان مالي کال په وړومبيو کې مرکزې بېنک د پیسو کاروبار کوونکو ته ویلي وو چې درآمد کوونکو ته د ډالرو ورکولو نه وړاندې به د مرکزي بېنک څخه اجازه اخلي او په وروستو کې د پاکستان مرکزي بېنک د ملک نه بهر تلونکو کسانو دپاره د ډالرو مقدار د 10000 نه 5000 او د 2000 ډالره اخستو دپاره اي اکاونټ خلاصول هم لازمي کړي چی د ملک نه ډالرز بهر لاړ نه شي.

په خېبرپښتونخوا کې د دوایانو د کاروباریانو مشراکرام خان وي او اې ډیوه ته ويلي، د خام مال د کمي له وجې په مارکیټ کې د دوایانو بیعې یو په شل سېوا شوي دي. د پېنا ډال ګولو يو ډبی د 280 روپو نه 800 روپو پورې ګران شوی دی

"کله چې هم د ډالر نشتوالی راشي نو یقین وساتئ کارخانه دار به پیداوار ودروي او په مارکیټ کې به د دوایانو قلت جوړ شي او ولس به هم مشکلاتو سره مخ شی".

پاکستان د دوایانو خام مال د هند، چین او نړۍ د نورو هیوادونو څخه راغواړي.

مرکزي بېنک وایي د روان مالي کال په وړومبو درېو میاشتو کې درامدات 12فيصده کم شوي او د بهر هیوادونو څخه راتلونکو درامداتو دپاره د ډالرو ضرورت وي او په ملکي کچه د مرکزي بېنک سره د غېر ملکي زرمبادله ذخیره 7.4 اربه ډالره ته کمه شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG