لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې مشهورې سیاستوالې ډایان فاینسټین د سياست نه د ګوښه کېدو اعلان کړی


سان فراسسکو ـــ سنېټر ډايان فاینسټین چې د کيليفورنيا نه د امريکي په سياست کې تر ټولو پخوانۍ او زړه سنېټره بلل کيږي د سياست نه د ګوښه کېدو اعلان کړی او وایي د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې د خپلي څوکي لپاره د انتخاب په زغل کې برخه نه اخلي.

مېرمن فاينسټين د امريکې د سياست نه د ګوښه کېدو دا اعلان ړومبی د سېنيټ په ويبپاڼه او وروسته د خپلې ټويټر پاڼې له لارې کړی دی. هغې لیکلي:

"زه نن اعلان کوم چې زه به په ۲۰۲۴ کې د بیا ټاکنو لپاره نه ودریږم مګر اراده لرم چې د کيلیفورنیا لپاره څومره چې زه کولی شم د راتلونکي کال تر پای پورې ترسره کړم تر څو چې زما دوره پای ته ورسیږي"۔

ډایان فاینسټین وایي د تقسيم شوي کانګرس په موجودګي کې دوی لا هم کولی شي چې د [امريکانانو] د ژوند ښه کولو لپاره قانوني مسودې منظورې کړي. ميرمن فاينسټين وړاندې ليکي:

"موږ هر یو دلته [سينيټ ته] د [خلکو] د ستونځو د حل لپاره لېږل شوي یو۔ دا هغه څه دي چې ما په تېرو ۳۰ کلونو کې کړي دي او دا هغه څه دي چې زه یې د راتلونکو دوو کلونو لپاره پلان لرم۔ زه د کيلیفورنیا د خلکو مننه کوم چې ماته یې اجازه راکړه چې دوی ته خدمت وکړم".

سنېټره فاينسټين دا مهال د نوي ۹۰ کالو ده او که چېرې هغې د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې برخه لرلی نو هغه وخت به د ۹۱ کالو وای. ډايان فاینسټين په کال ۲۰۲۱ کي د ۸۹ کالو په عمر د امريکې د سينيټ تر ټولو زړه او پخوانۍ سنېټره ګڼل شوې وه.

د مېرمن فاینسټین د ذهني صحت په اړه پوښتنې له تېرو دوو کلونو راهیسې وخت په وخت په مطبوعاتو کې کيږي.

د سان فرانسسکو د «کرونيکل» ورځپاڼې مطابق "د هغې ډیموکرېټ همکارانو په اپرېل ۲۰۲۲ کې کرونیکل ته ویلي وو چې دوی باور لري د هغې د حافظې مسلې د دندې په تر سره کولو کې د هغې د وړتیا په اړه سوالونه راپورته کوي".

خو بل اړخ ته سنېټرې فاینسټین د دغه اندېښنو او نيوکو په وړاندې د خپلې وړتیا دفاع کړې وه.

د مېرمن فاينسټین د سېنيټ دا اوسنۍ دوره به په دسمبر ۲۰۲۴ کي تماميږي۔ هغه وایي خپله وروستۍ موده به پای ته رسوي او په کانګرس کې به خپل پاتې وخت د کيليفورنيا په بېلابېلو سيمو کې د اورونو، وچکالۍ او ګن وايلنس يا د ټوپک تاوتریخوالي د مخنيوي په اړه د نويو قوانیونو په جوړولو او ملاتړ تېروي.

سنېټرې فاينسټين په سېنټ کې دېرش کاله تېر کړي دي. لومړی ځل په ۱۹۹۲ کې ټاکل شوې وه او تېر کال فاینسټین د امريکې په سياسي تاریخ کې تر ټولو اوږد مهاله ښځینه سنېټره او د کيلیفورنیا څخه د کانګرس تر ټولو د اوږدې مودې غړې وبلل شوه.

تېره میاشت د سينيټ د اکثریت مشر چک شومر د واشنګتن سنېټر پیټي مري د سېنيټ لپاره د لنډمهاله مشر په توګه وټاکه. د پريزيډنټ پرو ټيمپري يا عارغي مشر دا هغه څوکۍ وي چې په ولسمشر او مرستيال ولسمشر پسې دریم ځای لري او په عمومي توګه تر ټولو لوړپوړي او پخواني غړي پرې ټاکل کېږي.

فاینسټین هم په اکتوبر کې وویلي وو چې هغه به د دې څوکي په لټون کې نه وي. د ډېرې لوړې رتبې او د دیموکرېټ ګوند د پخوانۍ سنېټرې په توګه فاینسټین دا مهال د سينيټ د کومې کمېټۍ مشري هم نه کوي.

د سنېټرې فايسنټين د سياسي کېرير پيل په کال ۱۹۶۰ کې شوی وو چې هغه د کيلیفورنیا د ښځو د پېرول بورډ لپاره انتخاب شوې وه او په کال ۱۹۶۹ کې د کيليفورنيا بورډ آف سپروايزرز غړې جوړه شوې وه.

هغه د سان فرانسسکو د ښاروالۍ لپاره په دوو ړومبیو منډو کې ناکامه شوې وه مګر د هغې د سياسي کېرير لاره په ۱۹۷۸م کې د نومبر په ۲۷مه بدله شوه، کله چې د سان فرانسسکو يو پخواني سپروايزر يا څارونکي ډان وایټ د هغه وخت ښاروال جورج موسکون او څارونکې هاروي ملک په خپلو دفترونو کې و وژل.

له دغې پېښې وروسته مېرمن فاينسټين په څلورم دسمبر ۱۹۷۸ کې د سان فرانسسکو ښارواله يا مېر وټاکل شوه، چې د دې ښار اولنۍ ښځه مېر وه. نوموړې له هغې وروسته په کال ۱۹۷۹ او ۱۹۸۳ کي هم د مېر د څوکي لپاره منتخب شوې وه.

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG