لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې نه پېښور ته په تلونکي رېل ګاډي کې چاودنه شوې، مرګ ژوبله یې اړولې


د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکزي ښار کوټې نه پېښور ته تلونکي رېل ګاډي کې چاودنه شوې د چارواکو په وینا په چاودنه کې يوه ښځه مړه او پينځه تنه نور مسافر ژوبل شوي خو ځايي ميډيا د ژوبلو شمېره نهه ياده کړې ده.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د اورګاډي ريلوی بلوچستان وياند عباس علي په وینا نن د زيارت- پنجشنبې په سهار جعفر ایکسپریس اور ګاډی له کوټې څخه پيښور ته روان شوی د پنجاب صوبې د ساهيوال په چيچه وطني کسووال سټېشن سيمه کې پکې چاودنه شوې ده.

"دا چاودنه په پينځم نمبر بوګۍ کې شوې، يوه مسافره ښځه پکې مړه او پينځه تنه ټپيان دي، روغتون ته مو وړي او هغه له خطره وتلي دي، بم ډيسپوزل سکواډ د چاودنې په اړه نور معلومات راټولوي.

د عباس په خبره چې ياد اور ګاډی له کوټې څخه د پنجاب راول پينډۍ او بيا له هغه ځايه څخه د پنځاب له نورو سيمو څخه تيرېږي او د پښتونخوا مرکزي ښار پېښور ته ځي.

د بلوچستان او پنجاب د وزير اعلا له لوري پر پېښه خفګان ښکاره کړی شوی دی. د پنجاب حکومت د پېښي د دقیقو مالوماتو په اړه حکومتي چارواکو ته د تحقيقاتو امر کړی دی.

ځيني ناتاييده رپورټونه وايي چې یاده پېښه د ګېس سلېنډر يا ډبې د چاودلو له امله شوې، خو د ريلوی وياند ویلي دوی د پېښې پلټنې کوي.

د پنجاب صوبې نګران وزیراعلا محسن نقوي هم په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د پنجاب د روغتیا ادارو ته یې په پېښه کې د ټپیانو د جدي درملنې ورکولو امر کړی او د پېښي په اړه یې دحکومتي چارواکو څخه د تفصیلي رپورټ غوښتنه کړې ده.

په جعفر اېکسپریس اورګاډي کې په روان کال دا دوېمه مرګونې پېښه شوې ده.

تر دې وړاندي په جعفر اېکسپرېس کې د جنورۍ پر 30مه د بلوچستان په مچ سيمه کې چاودنه پکې شوې وه چې پکې لږ تر لږه نهه تنه مسافر ژوبل شوي وو.

پاکستان کې له دې وړاندې هم په اور ګاډو او پټلو یې چاودنې شوي او اور ګاډي د پېښو ښکار شوي چې پکې مرګ ژوبلې اوښتې دي. اکثره اور ګاډي په پاټکونو د نورو ګاډو سره په ټکر کيږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG