لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې له کوهي د مور او دوو زامنو مړي موندل شوي، صوبایي وزیر یې پر ځان د وژنې تور رد کړی


کوټه/ واشنګټن ــــ د بلوچستان په بارکان کې د مور او د هغې د دوو زامنو مړي له يو کوهي را ايستل شوي، کورنۍ يې د صوبايي اسمبلۍ غړی په وژنه تورن کړی او د هغه د نیولو غوښتنه کوي خو هغه دا تورونه رد کړي دي.

احتجاج کوونکو او د وژل شویو کسانو کورنۍ د مړو جسدونه وروسته کوټې ته راوړي، د وزيراعلی او ګورنر د کور مخ ته یې پرلت پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې عبدالرحمان کېتراڼ دې ونیول شي، په خلاف دې یې قانوني عمل وشي. رپوټونه وایي پولیسو په کوټه کې د هغه د استوګنې پر ځای چاپې هم وهلې دي خو هغه نه دی نیول شوی.

د لېويز چارواکو په وينا د دوشنبې- ګل په ورځ يې د بلوچستان په بارکان سیمه کې د اوبو له يوه کوهي څخه د درو تنو جسدونه را ايستلي دي. وايي وژل شوې يوه مور او د هغې دوه زامن دي.

د مور عمر يې له څلويښتو تر 45 او د زامنو عمرونه یې د 20 او 22 تر منځ ښوول کېږي.

د بارکان د پوليسو سرجن ډاکټر مسعود وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل چې درېواړه يوه يوه ګولۍ پر سر ويشل شوي او بيا د اوبو کوهي ته غورځول شوي دي:

"د ښځې مړی زيات زوړ دی او څو مياشتې وړاندې څاه ته غورځول شوی، خو د دوو تنو مړي تازه دي، يوه يا دوې ورځې يې شوې دي".

په بارکان کې د وژل شویو کسانو جنازې ته ورغلي په سلګونو خلک.
په بارکان کې د وژل شویو کسانو جنازې ته ورغلي په سلګونو خلک.

د لېويز چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل، په کوم ځای کې چې د دوی مړي موندل شوي د دې سيمې نوم «حاجي کوټ» دی، وایي دا ځای د سردار عبدالرحمان کېتراڼ له کوره يونيم کیلوميټر لرې پرته سيمه ده.

د يادو کسانو د مرګ تور د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ پر غړي او صوبايي وزير سردار عبدالرحمان کېتراڼ باندې لګول شوی دی.

عبدالرحمان کېتراڼ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ووایي دا لومړی ځل نه دی بلکې مخکې هم په ده داسې تورونه پورې شوي دي. ښاغلی کېتراڼ وایي:

"زما د سياسي او قبايلي شخصيت د خرابولو په موخه دا پر څه کېږي، د دې پېښې پر وخت زه په لاهور کې وم او بيا په کوټه کې وم، زما له دې سره يو تړاو هم نه شته".

عبدالرحمان کېتراڼ وایي د ده له خپل يوه زوی سره کورنۍ جګړه روانه ده او تور پورې کوي چې هغه په دې پېښه کې د ده د لاس لرلو پروپېګنډه کوي او د ده په وینا "هغه ما بدنامول غواړي". کېتراڼ د خپل زوی نوم یاد نه کړ.

وي او اې ډيوه یو ږغیز پېغام تر لاسه کړی چې پکې له کوهلو ضلعې سره د تړاو لرونکې وژل شوې ښځې مېړه خان محمد مري ويلي، د دې پېښې تر شا د سردار کېتراڼ لاس دی.

خان محمد مری وايي، د بارکان پولیس د سردار کېتراڼ خلاف د ایف ای آر يا مقدمې درج کولو انکار کوي.

د مور او دوو زامنو د وژنې په ضد په بارکان بازار کې احتجاج.
د مور او دوو زامنو د وژنې په ضد په بارکان بازار کې احتجاج.

پر ټولنیزو رسنیو يوه وېډو زیاته خپرېږي چې د وژل شوې ښځې ګڼل کېږي او هغې پکې قرآن په لاس کې را اخیستی او د ځان او د خپلو زامنو د خلاسون سوال کوي. هغه داسې وايي:

"زما دې په خپل خدای قسم وي، دا قران پاک بادشاه دی، سردار عبدالرحمان کېتراڼ زه بندي کړې یم، زما پر لور هره ورځ جنسي تېری کوي او زما زامن یې هم په خپل شخصي جېل کې بند کړي دي، موږ درخلاص کړئ".

د پېښي پر ضد د مري قبيلې مشرانو په کوهلو کې پر جسټس نواز مري څلورلاره احتجاجي غونډه کړې او هغوی د سردار عبدالرحمان کېتراڼ پر ضد شعارونه ورکړي او د هغه خلاف یې د ایف ای آر درج کولو غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان د سرکاري خبري ادارې له لوري په جاري شوي بيان کې ليکل شوي چې د بلوچستان وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو پر پېښه خفګان ښوولی او د پېښې د پلټنو لپاره يې ځانګړې کمېټۍ جوړه کړې ده.

په بيان کې ليکل شوي چې په پېښه کې هر څوک ککړ ثابت شول هغه به په هر قيمت له قانون سره سم سزا کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG