لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د قانونو باوجود لا هم اکثره ښځې د خانداني جایداد له حقونو محرومې دي


پېښور/ واشنګټن ــــ د پاکستان د نورو صوبو غوندې پښتونخوا کې هم لا ښځې په پلارني جايداد او هم په ذاتي جايداد کې د ملکيتي حقونو په حقله د يو شمېر اړونده قانونو د وېش باوجود هم د يو شمېر ستونزو سره مخ دي، وروڼه اکثره په زور، دباو او جذباتي بليک مېلنګ سره خويندې د خپل حق نه قرارې کښېنوي.

د پېښور په ګلبهار پوليس سټېشن کې د شخړو د هواري په سرکاري مرکز (ډي آر سي) کې جيوري ممبران د شېر محمد په منځ کې د خانداني جايداد په وېش دعا خير وشو.

شېر محمد او د هغه د خور تر منځ د جايداد په تقسيم د څه مودې راهسې لانجه روانه وه، د کلي جرګې پکې کښېناستې خو ډي آر سي ته د راتلو پسته دوه اورېدنو کې نن د ښځو د حقونو د نړیوالې ورځې په مهال دغه قضيه سر ته ورسېده، د خويندو وروڼو په منځ کې د جايداد په وېش دا قضيه نه لومړۍ او نه اخري ده.

د دې ادارې د جيوري يو غړي محمد اهتشام خليل وایي، د کال 2014م راهسې دې مرکز ته شاوخوا 5,500 کېسونه راوړل شوي دي، چې وایي په هغو کې د نيمايي نه سېوا 2,800 پورې کېسونه هغه دي چې پکې د خويندو وروڼو تر منځ په پلارني ملکيت کې لانجې دي:

"اکثره وروڼو د خويندو په برخه قبضه اچولې او دغه حق ورکولو ته تيار نه دي، زمونږ هڅه وي چې فريقين يو بل سره پخلا کړو".

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د شېر محمد له خوا خپلې خور ته په جايداد کې برخه ورکول د هغه دپاره د خوشالۍ خبره معلومېده خو بيا د هغه د کورنۍ نورو غړو په دې ويش څه خوشالي نه ښکاره کوله بلکې داسې معلومېده چې ګنې هغوی د شېر محمد نه د خپلې خور د جايداد غوښتلو خبره سمه نه ګڼله.

د شخړو د دې مرکز مشر ايډوکيټ جاويد خان وایي چې د پاکستان د آیین یا اساسي قانون 23مه ماده په پدري او ذاتي ملکيت کې د ښځو او نارينوو يو شان حق خوندي کوي.

د اساسي قانون نه پرته پینځه نور قانونونه «مسلم فيملي لا ارډیننس 1961م»، بل قانون «ويسټ پاکستان مسلم پرسنل لا شريعت اپلکيشن ايکټ 1962م»، «پریوېنشن آف انټي وومن پرکټسس ايکټ 2011م» او اخري قانون «وومنز پراپرټي رايټس بِل 2021م» دی.

دا ټول هغه قانونونه دي چې په پلارني ملکيت کې د ښځو د حقونو څارنه کوي خو ددې باجود هم په زور دهړکو خانداني او جذباتي بليک مېلنګ باندې ښځې د خپل حق غوښتلو نه د منع کولو چلن په ټولنه کې عام دی.

پاکستان په وروستيو کې د جرمونو په قانون «کرېمینل پروسيجر ايکټ» کې د يو نوي بدلون سره سېول ججان په دې خبره پابند کړي چې د ښځو د وراثتي ملکيت قضيې په يو کال کې فيصله کړي خو عدالتونو ته رسېدل ښځو دپاره پخپله يوه لويه ستونزه ده.

په جایداد کې د خويندو او تروريانو برخه غوښتل لا هم په پښتنه ټوله کې يو پېغور ګڼل کېږي او ډېرې پښتنې زنانه که خپلې برخې غواړي هم نو يا خو په عدالتونو کې د پېشېدو نه وېرېږي او يا د سره د قانونونو نه دي خبرې.

خو د پېښور ترناب دې کومې زنانه چې خپله برخه واخیسته وایي، "زه په تېر عمر کې واده شوم خاوند مې بوډا او د ګټې وټې نه دی، پخپله مې د شوګر رنځ دی او په مياشت کې د اووه زره روپو دارو خورم د مجبوري نه مې برخه واخسته".

ښځې په زور د ملکیتي حق نه محرومه کولو جرم د پاکستان په بېلابېلو قوانینو کې د بند او جرمانې سزاګانې لري، خو د دغو قوانینو په عملي کولو کې او ښځو ته د ملکیتي حقونو په ورکولو کې د پاکستان د اړونده ادارو ریکارډ په زړه پورې نه دی پاتې شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG