لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيوکو باوجود د «يو قامي نصاب» منصوبه له عمران خان وروسته د شهباز شريف حکومت هم روانه ساتي


پېښور / واشنګټن ـــــ د يو شریک قامي نصاب پېل د عمران خان حکومت په کال 2021م کې کړی وو، په ړومبۍ مرحله کې د اول جماعت نه تر پینځم او بيا په دويمه مرحله کې د پینځم نه تر اتم جماعت پورې يو قامي نصاب د سیند صوبې نه پرته په پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان کې معرفي شوی دی.

د دستور ماهرين، تعليم پوهان او مدني ټولنې تر اوسه د يو قامي نصاب په منصوبه په مرکزي حکومت خپلې نيوکې دوامداره ساتلې دي.

د پښتونخوا ټيکسټ بک بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحيم مروت وي او اې ډيوه ته وایي، په ایين کې د اتلسم بدلون نه پس په خپلو جعرافيایي حدونو کې د زدکړو معيارات ټاکل او نصاب جوړول د ایين لاندې د صوبو اختيار دی:

"د فيډرېشن ساتلو په ځای دوی مضبوط مرکز ساتل غواړي او د مضبوط مرکز دپاره دوی هره هڅه کوي، دې دپاره دوی تعليم او خصوصاً نصاب کله هم د خپل لاس نه ویستل نه غواړي، اتلسم ترميم کې صفا صفا دا ټول سيزونه موجود دي چې دا هر څه صوبو ته منتقل شوي دي".

سیند صوبې تر اوسه د يو قامي نصاب خبره د وفاق سره نه ده منلې، څېړونکي وایي د سیند صوبې د انکار سره د نصاب حيثيت قامي نه پاتې کيږې او په څلورو کې تر اوسه درې صوبې يې مني.

ماهرين وایي دا په څرګنده ایيني سرغړونه او د صوبو د اختيار تروړلو په حقله د يو بل سره د لاس او ګرېوان عمران خان او شهباز شريف مرکزي حکومتونه هيڅ ډول اخلاف نه لري.

د تعليم د چارو پوه پروفېسر فيض الله جان وایي، دا څرګندوي چې د يو قامي نصاب خبره نه د عمران خان ده او نه د شهباز شريف بلکې "د دې تر شا نور قوتونه" دي. پروفېسر فیض الله جان وي او اې ډیوه ته وویل:

"که د شهباز شريف حکومت هم دا کار کوي نو د دې مطلب دا دی چې دا پاليسي د حکومتونو نه ده دا پاليسي د پاکستانې اسټېبلشمنټ ده، خبره داسې ده چې په اتلسم ایيني بدلون کې دا خبره په واضح توګه شوې ده چې تعليم اوس د صوبو په اختيار کې دی، د هغې مطلب دا دی چې هره صوبه به د خپلو سکولونو کالجونو دپاره خپل نصاب جوړوي".

وتلي سياستوال فرحت الله بابر د مرکزي حکومت د تعليم د وزارت له خوا د وړانديزونو غوښتلو په حقله په ټويټر لیکلي چې نصاب يواځې د صوبو اختيار دی او "د قامي ټکي" لاندې د پاکستان حکومت د يو يونټ پخوانۍ تجربه بيا ازمایي.

په کال 2021م کې د "يو قامي نصاب" د پيل په وخت د هغه وخت وزيراعظم عمران خان ويلي وو، چې د يو قام جوړولو دپاره د ټولو خلکو مساوي او يو شان زدکړې ضروري دي او د تعليم د طبقاتي نظام د ختمون دپاره ډېر مهم دي.

خو څېړونکې وایي د يو شریک نصابِ تعليم سره د حکومت د ټاکل شوو اهدافو خبره بې ځايه ځکه ده چې دا وخت په هېواد کې د حکومت د خپلو شمېرو ترمخه د 22 میلينه نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

وایي‌ دغه ماشومان سکولونو ته راوستل او له دې سره سره د جينکو د تعليم پرېښودلو چلن ختمول، سکولونه زياتول او په شته سکولونو کې سهوليات ورکول او د تعليم په لاره کې موجود تر ټولو لوی خنډ غربت ختمول پکار وه چې د نصاب نه وړاندې د حکومت په ترجيحاتو کې راشي.

څېړونکي دا هم وایي چې د يو قامي نصاب سره د مور پلار خپل ماشوم د خپلې خوښې د تعليم ورکولو حق هم د منځه ځي ځکه چې وایي دا حق د مدني او سياسي حقونو د نړوال کنونشن اتلسمه ماده د نړۍ ټولو والدينو ته ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG