لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له خیبر پښتونخوا نه د بې درکه شویو کسانو کورنیو د خپلو خلکو د درک موندلو غوښتنه وکړه


د خیبر سيمې د لا درکه شویو کسانو د کورنيو غړي وايي، هغوی ته دې وويل شي چې د کورنيو غړي يې چرته دي، په کوم جرم کې اوچت کړای شوي او تر اوسه پورې عدالتونو ته ولې نه دې وړاندې شوي.

دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ د خیبر قبایلي ضلعې په باړه کې یوې جوړې کړې غونډې کې وویل، د هغوی کسان د تېرو څو کالو راهېسې بې درکه شوي او تر اوسه پورې يې پته نه لګي چې ژوندي دي او که مړه.

د خېبر باړې سيمې اوسېدونکی او شپږ ورځې وړاندې د ورک شوي ابوبکر پلار، اورنګزېب وي او اې ډيوه ته وايي، د هغه ځوی ابوبکر د کوهي شېر حيدر حکومتي کالج زده کونکی و او د مارچ په ۱۵ نېټه باندې هغه د خپل کلي نه اوچت کړای شو.

نوموړي ډیوې ته وویل، چې "ځوی مې بې ګناه دې او هيڅ داسې کارونه یې نه کړي او نه یې هم له کومو ترهګرو ډلو سره کتلي چې د هغې په اساس اوچت کړئ شوی وي۔ "

هغه وايي، د تورو شيشو ګاډی پسې راغلی و او ورته يې غږ وکړو چې تا سره مې کار دې او راشه او پس د هغې نه يې ګاډي ته واچولو.

هغه غوښتنه کوي چې د هغه ځوی دې زر تر زره راخوشې کړای شي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او خصوصي توګه د خېبرپښتونخوا، پخوانۍ قبايلي سيمې او بلوچستان نه په تېرو دوو لسيزو کې په زرګونو شمېر کې کسان په جبري توګه لا درکه شوي دي،

په پاکستان کې په زوره د لا درکه کسانو د قضيو د پاره جوړ په ۲۰۱۱ کال کې حکومتي کمېشن په خپل کلني رپورټ کې ويلي په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هېواد کې د لا درکه شویو کسانو ۸۶۰ قضيې رپورټ شوي دي.

کمېشن دا هم ويلي چې په ټول هېواد کې 977 کسان د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي چې په کې زياتره شمېره د خېبرپښتونخوا نه ده.

د ملکي او نړيوالو ادارو په خپلو راپورونو کې ويلي په اوچت کړای شویو کسانو کې زياتره په جبري توګه اوچت شوي او دا د بشري حقونو نه سرغړونې دي۔

د لا درکه شوؤ کسانو د کورنيو غړي وايي هغوی دې عدالتونو او کمېشن ته وړاندې کېدو ترڅنګ احتجاجونه کړي او په پرلتونو کې يې ناستې هم کړي دي۔

د خېبر سيمې يو بل تن محمد امين اپریدي وي او اې ډيوه ته وايي، د هغه رور چې نوم يې عبدالله و په کال ۲۰۱۶ کې د خپل کور نه اوچت کړای شوی دې او لا يې هم پته نه لګي چې مړ دې او که ژوندی دی.

هغه وايي د ورور په شمول يې ټولې کورنۍ په خېبر باړې سيمه کې د خرابې امنيت وضعې له لاسه کور پرېښودۍ وو او پس د هغې نه يې رور په پېښور صدر ګوره بازار کې يې د ګارمنټس کار کولو او نا پېژندګلو کسانو هغه د خپل کور نه اوچت کړو۔

نوموړۍ وايي، د ټولو نه سخت وخت په هغوئ هغه وخت تېر شو کله چې د عبدالله کورودانې خپل کور پرېښودو او ځان سره يې لور هم بوتلله۔

هغه وويل په حکومتي کمېشن کې د هغه رور قضيه روانه ده او په ۱۶ مارچ هم هغه دغه کمېشن ته په اسلام اباد کې وړاندې شوی خو تر اوسه پورې هغوی ته هيڅ داسې رسايي يا ثبوت ملاؤ نه شو چې رور يې ژوندی دی او که مړ.

حکومتي کمېشن په خپل کلن راپور کې ادعا کړې چې په تېرو څو کالو کې يې په زرګونو شمېر کې قضيې هوارې کړي هم دي چې شمېر یې 9133 قضيو ته رسېږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG