لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متقي وایي افغانستان کې داعش او مخالفې ډلې نه شته، خو کابل کې پرون بیا درې داعش وسلوال وژل شوي


واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت دعوه کړې چې ځواکونو یې په کابل کې د داعش ډلې پر یوه پناه ځای باندې عملیات کړي او په نتیجه کې یې درې وسلوال وژلي دي، داعش ډلې د دغو عملیاتو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي دغه عملیات د نهې- سه شنبې په شپه د کابل ښار په بتخاک چوک کې د داعش ډلې پر یو "پټنځای" باندې شوي دي:

"په پايله کې یې د داعشي خوارجو درې مهم غړي ووژل شول، اسلحې، لاسي بمونه، منفجره مواد، په زيات شمېر ريموټونه او د ماين جوړونې ډېر وسايل ونیول شول".

د طالبانو حکومت اکثر دعوه کوي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې کوم ښکاره مرکز نه لري خو وخت په وخت د کابل په ګډون په ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د دې ډلې د وسلوالو خلاف د عملیاتو او وژلو دعوې کوي.

ذبیح الله مجاهد وایي په کوم ځای باندې چې د دوی ځواکونو تېره شپه عملیات کړي، داعش وسلوالو له دې ځایه په کابل ښار کې د بریدونو لپاره کار اخیست:

"پلان يې درلود چې په رمضان مياشت کې په مقدسه اماکنو [ځایونو] او ولسي وګړو بريدونه وکړي".

مجاهد نور تفصیل نه دی ورکړی چې په دې ځای کې د داعش څومره وسلوال موجود وو او یا وژل شوي کسان افغانان او که بهرنیان دي خو وایي په عملياتو کې ولسي وګړو او د دوی عسکرو ته زيان نه دی رسېدلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان سرکاري ټیلیویژن آر ټي‌ اې ته په تازه مرکه کې ویلي، چې د داعش ډلې له خوا په وروستیو بریدونو کې افغانان دومره لاس نه لري څومره چې پکې بهرنیان ښکېل دي:

"که په حکمتیار صاحب باندې حمله شوې وه، که د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوې وه، که په هوټل باندې پر چینایانو حمله شوې وه، که په هرات کې حمله شوې وه په دې ټولو کې د تاجکستان اتباع ښکېل وو، دا د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې داعش او مخالفې ډلې نه شته، که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهر نه را واردېږي".

داعش خراسان ډله د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې زیاته فعاله شوې خو د طالبانو د دغو عملیاتو او په هغه کې د دوی د درو وسلوالو د وژنې د دعوې په اړه یې تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د مارچ پر 17مه د بلخ په مرکزي ښار مزارشریف کې هم د داعش خراسان ډلې خلاف د عملیاتو دعوه کړې وه، چې وایي پینځه تنه وسلوال یې پکې وژلي وو او یو طالب عسکر پکې ټپي شوی وو.

تر هغه وړاندې د مارچ پر پینځمه د طالبانو چارواکو ویلي وو، چې امنیتي ځواکونو یې په لوېدیځ ولایت هرات کې د داعش خراسان ډلې د وسلوالو خلاف عملیات کړي او د یوې ښځې په ګډون یې شپږ تنه وژلي دي. دا لومړی ځل وو چې طالبانو له داعش سره د تړلې ښځې د وژلو خبر ورکړی وو.

په وروستیو اوونیو کې په مزارشریف کې د داعش فعالیتونه زیات شوي دي. تېره اوونۍ په یوه غونډه کې چاودنه شوې وه چې پکې د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه وژل شوي او 18 تنه نور ټپیان شو، چې اکثره یې خبریالان وو، د دې چاودنې ذمه واري داعش منلې وه.

تر هغه وړاندې د بلخ د والي یا ګورنر په دفتر کې ځانمرګی برید شوی وو‌ چې پکې د طالبانو والي داود مزمل او دوه تنه نور وژل شوي وو. د دې برید ذمه واري هم داعش ډلې پر غاړه اخسیتې وه.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG