لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې د سکرو په کان کې ګېر شوي مزدوران څلور ورځې پس هم نه دي را ايستل شوي


د بلوچستان په دوکۍ سيمه کـې د سکرو/ کولې په کان کې بند دوه مزدوارن څلور ورځې پس هم نه دي را ايستل شوي د چارواکو په خبره د ژوندي پاته کېدو امکان يې کم شوی.

د ضلع دوکۍ مرستيال کميشر حنيف کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل، د تېرې جعمې په ورځ د معراج کول سیمه د کولې و کان ته د باران اوبه ننوتلو له کبله د دوه مزدوران هلته بند پاته شوې او د هغوی د را ايستلو هڅې روانې دي.

د کاکړ په خبره دا امکان پاتې نه دی چې ياد مزدوران به ژوندي وي، هغه وويل، د مرستې په کارونو کې لويه ستونځه دا ده چې کان له خټو او اوبو ډګ دی، خو په ټول بلوچستان کې داسې مشين نشته چې له کان څخه دې خټه راوباسي.

" د کولې کانونو کې زياتره وخت پېښې کېږي خو په بلوچستان کې د دې ډول دا دریمه پېښه ده چې د کولې کان دې د بارانه له اوبو او خټې څخه ډک شوی وي، او هغه نړېدلی وي، له موږ سره په ټوله صوبه کې داسي هیڅ مشين نشته چې خټه وباسي، د لاس کار دی، مزدوران لګيا دي په لاس خټه لېري کوي، دا کان 900 فټه اوږد دی، موږ دا مهال 600 سوه فټ پوري لاره ورته جوړه کړې ده".

د پېښې پر وخت له کوله کان څخه خوندي راوتلي تن "محمد يونس" هغه وخت يو ويډيو بيان کې ويلي چې دوی هغه وخت درې ملګري په کان کې وو، وايي فکر یې کاوه چې انجن خراب شوی او ښيي له هم دې وجې يې د لوړ ختلو ټالۍ(ټرالۍ ) نه پورته کيږي خو چې کله دی له کانه راوتلی نو د انجن استاد پر ځای نه وو حاضر او پر دې وخت باران شروع وو.

"دوی( د کان ملګرو) ته مې سر ورخلاص کړ وچې زه خېژم او ټېله د درکښته کولو اشاره کوو بیا تاسي راروان شئ، زه لوړ راغلم او بيا موږ د انجن اشاره ورکړه، لږ وخت پس اشاره پرې شوه، زه پسي ورغلم خو د اوبو له کبله کان نړېدلی او لاره بنده شوې وه".

د دوکۍ د ځايي خبريال فريد کاکړ و ډيوه ته وويل، د بند پاتې مزدورانو د کورنۍ غړي هم سيمې ته ورغلي او هغه زيات خفه او غصه دي.

" د مرستې کارونه روان دي خو زيات سوکه دي، مشينري نشته، د لاس کار دی ځکه يې زيات وخت واخيست، په کان کې بند پاته دواړه تنه د قلاسیف الله اوسېدونکي دي او شناخت د شراف او باقي په نوم شوی دی، د دوی د کورنۍ غړي ځکه هم زيات خفه دي چې دغه دواړه مزدوران په تېر اختر کې کورونه ته د مزدورۍ له وجې نه وو تللي، هم دلته پاته شوي وو".

د معراج کول سیمې انسپکټر مقصود احمد په خبره په کان کې کوم قسم زهریلا ګیس نشته خو البته 500 سوه فټه په کان کې ددنه اوبه دي.

موږ چې ورغلي یو تر 500 سوه فټه زهریلا ګیس لکه هايډروجن سلفايډ یا کاربن مونو اکسايډ نشته خو د هوا کمی شته، یو وار به د هوا بندوبست کول وي، بیا به اوبه ایستل وي".

حنيف کاکړ په خبره غلطي د کولې د کان د مالک ده چې و ياد کان ته نېږې يې يو بل کان په پټه (ناقانونه) جوړ کړی وو او د هغه کان له لارې و دې کان ته د باران اوبه ورغلې وې چې له کبله يې دا پېښه را منځته شوې،" د کان د مالک او نورو زمه وارو پر ضد به مقدمه درج کوو او قانوني کاروايي به کوو".

د کاکړ په خبره د ماينونو د محکمې چارواکي، مرستندويه ټيمونه، ضلعي انتظاميه،ايف سي او ځای مزدوران د ژغورنې په هڅو بوخت دي،"هڅه کوو چې په کم وخت کې دا عمليات تر سره کړو".

په پاکستان کې د سکرو د کانونو دفېډرېشن جنرل سیکټري لالا سلطان پر پېښه اندېښنه څرګنده کړه او پر حکومت يې نيوکې وکړي.

هغه وویل، " موږ تل ږغ پورته کړی چې حکومت د مزدورانو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره سنجيده نه دی، ځکه خو داسې پېښې رامنځته کيږي او بيا چې پېښې را منځته شي بيا يې د ژغورنې عمليات دومره سوکه وي چې بند مزدوران هلته مړه شي".

د لاله سلطان په خبره، د دوی د تنظيم د رپورټ مطابق، تېر کال په ټول پاکستان کې د کولې کانونو په بېلا بېلو پېښو کې شاوخوا 288 تنه کار کونکې مړه شوي وو.

خو نوموړی دعوه کوي چې دا شمېر تر 300 هم زیات او ټپیان تر 3000 زیات دي، وايي یواځي په بلوچستان کې د مړه شوو مزدورانو شمېره شاوخوا 160 ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG