لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک:پوځي عملیاتو اؤ د تشدد پېښو کې د دوؤ عسکرو په ګډون9 کسان وژل شوي،ګڼ ژوبل


د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې د وسله والو پرضد ځمکني او هوايي عملیاتو ،هدفي وژنه اؤ دتشدد بیلابیلو پېښو کې د پاکستان دپوځ د دوو عسکرو او دریوؤ وسلو په ګډون9کسان وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.

په ټانک دترسره شوؤ پوځي عملیاتو په اړه پوځ لا په رسمي توګه څه نه دی ویلي خو د ضلعې پولیسو دا پېښه تایید کړه او د پولیسو ویاند یونس کنډي ډيوه ته وویل پوځ عملیات د ټانک ښار نه نیزدې 13 کلومیټره لرې شمال لودیز کړي حیدر او شاوخوا سیمو کې ترسره کړي خو په دې اړه یې نور مالومات نه دي ور کړي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي امنیتي ځواکونو ته کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوی وو چې پر پوليسو له پروني بريد وروسته بريدګر په کړي حيدر او شاوخوا سيمو کې پټ شوي او د نورو بريدونو پلان لري.

سرچینې وایي ددغو اطلاعاتو په اساس پوځ په سیمه کې عملیات پیل کړي او د عملیاتو پرمهال ځواکونو ته د جنګي هیلي کاپټرو مرسته ترلاسه وه.

سرچینو وویل کره معلومات لري چې دې عملیاتو کې دوه پوځیان اؤ درې وسله وال وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان پوځ سره دنښتې پخلی کړی اؤ میډیا ته جاري کړي بیان کې یې پوځ ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

خو ازادو سرچینو څخه ددغو دواړ لوریو د دعوؤ تصدیق نه دی شوی.

پرون په ټانک ضلعه کې په پولیسو د لاسي بم برید او د ډزو په تبادله کې یو لاروی وژل شوی او د دوؤ بولیسو په ګډون تر شلو زیات کسان ژوبل شوي وو چې زیاتره خواري کښ مزدوران دي.

په سمدستي توګه د دغې پېښې ذمه واري چا نه وه منلې. خو هغه وخت د ټانک پولیسو مشر وقار احمد وي او ای ډیوه ته ویلي وو د پولیسو په ډزو یو بریدکونکی وژل شوی. او د بل بریدکونکي د لټون د پاره سیمه کې عملیات روان دي.

د سيمې خلک وايي، چې د عملياتو پر مهال د يوه ځايي اوسېدونکي باطن خان بېټني کور هم د جنګي هیلي کاپترو له خوا په نخښه شوى، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دوی په وینا دعملیانو پرمهال د جنګي هیلي کاپټرو ترڅنګ د چاودنو غږونه د شپې له نیمایي څخه تر سهار ناوخته اوریدل کیدل ،خلک په کورونو کې بند ساتل شوي او بهر ته د وتلو اجازه نه ورکړل کېدله.

د ټانک ضلعې د روغتون چارواکي وایي د علاقې نه د یو ماشوم مړی او درې ژوبل تنان چې پکې دوه زنانه او یو ماشوم شامل وو هسپتال ته وروړل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي. او نور ژوبل کسان علاج لپاره ډيره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون ته لیږل شوي دي.

د باطن خان دکورنۍ یو تن محمد نور وي او ای ډیوه ته وویل له جنګي هیلي کاپترو نه د دوی کور په هدف شوی چې پکې د باطن یو دولس کلن زوی بلال خان وژل شوي او یو بل څلور کلن زوی محمد، د هغه میرمن او یوه 20 کلنه ځوانه انږور یې ژوبل شوي دي.

هغه وویل باطن خان یو مزدورکاره خواريکښ دی او په علاقه کې د اوښ په بار خپل معاش برابروي او هیڅ قسمه ناامني کې لاس نه لري.

د پوځي روغتون چارواکي وایي د ژوبلو کسان حالت د خطرې نه بهر دی او علاج یې روان دی.

بل لوري ته د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې دوه کسان د جاسوسۍ په تور او پنګ سیمه کې یو تن په هدفي برید کې وژل شوی.

پولیس وایی د ټانک ښار سره نیزدې 10 کلومیټره لري کوټ کټ سیمه کې د دوو کسانو مړي په داسې حال موندل شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي .

دپولیسو په وینا د وژل شوؤ کسانو مړو سره دکاغذ یوه پاڼه غورځول شوې چې پرې لیکل شوي "څوک چې د مجاهدینو جاسوسي کوي انجام به یې دغسې وي"

د صدر تاڼې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د نصیر او مشال په نومونو شوې ده چې په علاقه کې به یې څاروي څرول.

پولیس وایي بله پېښه په ضلعه کې نوې شامل کړل شوې پنګ سیمه کې شوې چرته چې یو ځایي تن وریشم ګل نامالونه کسانو په هدف کړی.

د پنګ تاڼې چارواکي وایي کورنۍ یې په چا دعویداري نه ده کړې او داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې وژل شوی تن وړاندې نه وسله والو ته دبهتې نه ورکولو په سر د ګواښونو سره مخ وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG