د بلوچستان سر ښار کوټې ته نژدې په زرغون غرہ سیمه کې د پاکستان امنيتي ځواک درې عسکر وژل شوي او يو تن ټپي شوی.
د پاکستان پوځ د ميډيا څانګه وایي، په پوسته کې ناست د فرنټير کور عسکرو په ځوابي ډزو کې یو وسلوال برید کونکی ھم وژلی او د نورو پر ضد یې په سیمه کې عملیات پیل کړي. د بريد ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.
نور تفصيل د حفيظ الله شيراني په رپورټ کې