لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا پاکستان کې ترهګریز بریدونه 73 فیصده زیات شوي


د سولې مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ (PIPS) خپل رپوټ کې وايي په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو راپدیخوا د اګست کال 2021 څخه تر اپریل کال 2023م پورې په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو کې 73 فیصد غیر معمولي زیاتوالی راغلی.

د رپوټ تر مخه په دغه بریدونو کې92 فیصدي په خیبرپښتونخوا او 81 فیصدي په بلوچستان کې شوي دي.

رپوټ کې د افغانستان په اړه د پاکستان د تګ لارې نېمګرتیاوې په ګوته کړل شوي اؤ ویل شوي چې پاکستان باید د پوځ له اړخه جوړیدونکې خپله افغان تګ لاره کې د پارلیمان،مدني ټولنې او نورو ښکیلو اړخونو سره په سلا بدلون راولي او د سیمې د سولې او ثبات د پاره تجارت، اقتصاد او د خلکو تر مینځ رابطو اړخ ته پام وګرځوي.

پخوانی سنیټر افراسیاب خټک وي او ای ډیوه ته وایي په افغانستان کې داسې نظام پکار دی چې د افغانستان د خلکو په خوښه وي.

هغه وایي د بهر نه دتپل شوي نظام که څومره هم صفتونه وشي هغه افغانانو نه دي خوښ کړي.

"زه فکر کوم چې افغانانو ته باید موقعه ورکړل شي چې هغوي څه غواړي او دهغې نه پس هلته ثبات راتلی شي"

په افغانستان کې طالبانو د کال 2021م د اګست په میاشت کې د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې دنجونو پر تعلیم بندیز لګولی، ښځې یې د کاره منعې کړي اؤ دمېرمنو په اړوند یې یو شمیر نور سخت ګامونه اخستي چې له دې امله تر اوسه نړۍ دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

د "پیپس" رپوټ کې په ګوته شوې چې په افغانستان کې د طالبانوحکومت د حکومتدارۍ، نړیوالې پیژندنې اؤ اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

راپور کې ویل شوي چې له دغو ننګونو سره مقابله کې ناکامۍ نه یوازې د افغانانو بلکې د سیمې د هېوادونو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

افغان ځیړونکي او خبریال سمیع یوسف زئ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د ا وخت بې باوري شتون لري.

هغه وایي پخوا که بې باوري وه نو یو امید هم ورسره و چې افغانان به خپل یو سسټم جوړ کړي. اوس جګړه ودریدلې ده خو د خلکو اعتماد پر حکومت نه دی پاتی.

"خلک فکر کوي چې د حکومت د پالیسیانو سره به نړۍ هم ورسره په ټکر کې راځي، خلک د خپل هیواده فرار کوي او فکر کوي چې اقتصاد خراب دی، سیاست پاته نه دی. د طالبانو یو ګوند واکمن دی. په داسې حالت کې دوې خپل د راتکونکې په اړه اندیښمن دي. او ویره لري چې په راتلونکې کې دجګړو په صورت کې د نورو طوفانونو سره مخ کیدای شي"

رپوټ وایي، په پاکستان کې ډیرو خلکو په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسیدو هرکلی کړی و خو دڅه وخت تېریدو وروسته داسې ښکاري چې پاکستان په دې پوهه شو چې د طالبانو په اړه یې خوشبیني ناسمه وه.

د رپورټ ترمخه افغان طالبانو د TTP له مسلې څخه ځان لرې کړی، چې د پاکستان یوه مهمه اندیښنه ده، او د ډیورنډ پر کرښه او د پاکستان پر پوله د ازغن تار لګولو په اړوند یې ملي دریځ خپل کړی چې له امله یې وخت په وخت په پوله ناامني او کله ناکله نښتې رامنځ ته کیږي.

ددفاعي چارو څیړونکی میجر جنرل انعام الحق وایي د پاکستان او افغانستان تر مینځ بې باورۍ زیاتولو کې د ډیرو خلکو لاس دی.

‌ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د طالبانو د حکومت او پاکستان تر مینځ هم بې باوري شتون لري، او په ماضي کې د دواړو هیوادونو له اړخه څه تېروتنې هم شوي چې هغه اوس سمول پکار دي.

اسلام اباد تور لګوي چې دتحریک طالبان پاکستان مشران دپاکستان پرضد دافغانستان څخه بریدونه کوي اؤ له افغان طالبانو څخه یې غوښتنه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان په ضد دې ګامونه پورته کړې البته د افغان طالبانو حکومت دا د پاکستان پخوانۍ کورنۍ ستونزه ګرځوي.

د پاکستان دحکومت وینا ده چې د مئ په اتمه د پاکستان په سفر راغلي د طالبانو د موقتې حکومت دبهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي سره خبرو کې پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا او د سرحدي تاو تریخوالي په کمولو باندې موافقه شوې ده، خو رپوټ وایي د کالعدم تحریک طالبان پاکستان د معاملې حل هم د افغانستان سره په پراخه ښکېلتیا کې دی چې د دوه اړخیز اقتصادي او امنیتي انحصار لامل کیږي.

رپورټ وایي پاکستان باید په داسې پالیسۍ جوړولو کار وکړي چې د زور کارولو پر ځائ د افغانانو د زړونو او ذهنونو په ګټلو لاره جوړه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG