لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېمینار: په پاکستانۍ ټولنه کې د مېرمنو د وژلو او ځورولو پېښې ورځ په ورځ سېوا کيږي


اسلام اباد کې د ښځو د وضعیت په اړه قامي کمیشن، د سټرېټيجيکي مطالعاتو ادارې [آي اېس اېس آي] په مرسته راجوړه شوې غونډه کې ګډونوالو ويلي، پاکستان کې د مېرمنو د وژنو پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي او مخنیوی یې د ښځو د حقونو دپاره قانونونو کې اصلاح، موجوده قوانين عملي کول او د ټولنې په فکر کې د بدلون راوستلو سره ممکنه کېدی شي.

ياده غونډه د نور مقدم په یاد کې راجوړه شوې وه، مقدم په کال 2012م کې په اسلام اباد کې وژل شوې او يادې پېښې ته سخت غبرګون راپارېدلی وو.

په غونډه کې د سارا انعام کورنۍ هم موجوده وه، هغه د کال 2022 په ستمبر کې د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې خپل خاوند په تشدد وژلې وه.

د سارا انعام پلار وي او اې ډيوه ته وویل په تشدد د وژل شوو ښځو د مقدمو پریکړې باید په انصاف سره زر تر زره وکړی شي خو وایي د هغه د لور د مقدمې په رنګه اکثره د څه نه څه لامله د ځنډ ښکار شي:

"د بده مرغه د ښځو پر ضد د هر قسمه تشدد پای بشري تشدد وي. څه نارینه که د ښځو څخه بدل اخلې یا خپله کرکه څرګندوي نو پر ښځې تشدد کوي. زمونږ قانون په دې اړه کمزورۍ لري او څه قانونونه چې شته، پر هغې عمل نه کیږي چې له امله یې تشدد کوونکي اکثره بچ شي".

په پاکستان کې نه یوازې نور مقدم او سارا انعام، بلکې د یو شمېر نورو ښځو د ځورولو رپورټونه مخې ته راځي خو رپورټونه وايي په لوی شمېر کې د ښځو د وژنو او ځورولو مقدمې د سره رپورټ کیږي هم نه.

د آغا خان فاونډېشن د صنفي څانګې کارمنده مشال ارباب وايي، " زمونږ په ټولنه کې جینکۍ د زېږېدو سره سره سمه د توپیر ښکار وي، زمونږ په پدرانه [پلارواکه] نظام کې کورنۍ د جینکو په پیدايش خفګان او د هلکانو پر پیدايش خوشالۍ کوي او همدغه فکر سره جینکۍ په ټولنه کې هم مخ وي چې د دوی د کورنۍ له اړخه ټولنې ته دا پېغام لاړ شي چې جینۍ د هلک څخه کمتره ده".

د بشری حقونو فعالان وايي، په اوسني وخت کې ډېرې ښځې د خپل حق لپاره جنګیږي او خپل غږ رابرسېره کولو د پاره احتجاجي مظاهرې هم کوي، خو دغه انفرادي هڅې یوازې د ریاست له ملاتړ سره مخ په وړاندې تللی شي.

د ښځو د حقونو مبارزې طاهره عبدالله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، " مونږ ته به د خپلو قانونونو اصلاح کول وي، بل تر هغې چې مونږ خپل تعلیمي نظام ښه نه کړو، صنفي توپیر به ورځ تربلې زیاتیږي. مور او پلار باید لوڼو سره مینه وکړي او د هلکانو تربیت وکړي چې ښځه د عزت او احترام وړ ده".

د روغتیا د نړیوالې ادارې د کال 2021م د رپوټ تر مخه په پاکستان کې نزدې 34 فيصده واده شوې مېرمنې د خپل ژوند په اوږدو کې د جنسي یا جذباتي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي او په پښتونخوا صوبه کې دا کچه 52 فيصده ته لوړه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG