ډېره اسماعیل خان / واشنګټن ـــ په هدفي برید کې تر وژل کېدو وروسته د انګریز خلاف د وسلوالې مبارزې کوونکي او ازادۍ غوښتونکي میرزالي خان «فقیر اېپي» لمسی شېر محمد وزیر د شمالي وزیرستان په پلارنۍ سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
هغه تېره ورځ په میر علي سیمه کې نامالومه کسانو له یو بل قومي مشر سره یو ځای په هدف برید کې وژلی وو. تحریک طالبان پاکستان په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د سیمې خلک د هغه وژنه د علاقې د پاره یو لوی زیان ګڼي او وایي هدفي پېښو د خلکو ژوند تریخ کړی دی. د علاقې یو وتلی خبریال صفدر حیات دواړ وایي نوموړي یو وتلی قامي مشر وو او د دواړو خواوو سرکار او وسلوالو ته یې ضرورت وو.
حیات داوړ وویل د اتمانزو قامي جرګې په سر مشرانو کې شامل وو او زیاتره به یې په قامي جرګو کې د علاقې په امن خبرې کولې. اتمازو جرګه د شمالی وزیرستان د خلکو قامي جرګه ده.
یو بل خبریال ګوهر وزیر وایي هغه یو مذهبي فکر لرونکی مشر وو او د جرګې خاتمه به د دوی په خبرو سره کېدله او د علاقې خلکو به د هغه پرېکړو ته ډېر احترام لرلو.
د شېر محمد وزیر په جنارزه کې د ځایي خلکو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین او علي وزیر هم ګډون کړی وو.
د جنوبي وزیرستان د خلکو منتخب استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر تور پورې کړ او وایي "دا بریدونه د ریاست تر خوا لاندې کیږي". د پاکستان امنیتي ادارو دا ډول تورونه تل رد کړي دي.
د جمعیت علما اسلام ځایي مشر او د میرعلي سیمې د تحصیل چېرمېن احمد سعید ویلي د نوموړي "بې رحمه وژنه" د علاقې خلکو ته د خطرې پیغام دی ځکه چې وایي د هغه په څېر "عاجز انسان" پکې بچ پاتې نه شو.
احمد سعید ویلي هدفي پېښو د ځایي خلکو ژوند تریخ کړی او د علاقې پرېښوولو ته یې محبور کړي دي.
پر ټولنیزو رسنیو هم د دغه پېښې سخته غندنه شوې ده. د عوامي نیشنل ګوند د صوبې مشر ایمل ولي په ټویټر لیکلي:
"پښتانه د ترهګرو او د هغوی د سهولتکارانو ډالۍ د وینو او وژنو په رنګ تر لاسه کوي. له فضل حمید داوړه تر حاجي شیرمحمد پورې مشرانو وژونکي نه یواځې ترهګر بلکې د هغوی سهولتکاران، همکاران او هغه کسان دي چې د جنګیالیو لقب ورکوي".
منظور پښتین په ټیوتر لیکلي، "په هر ځای کې د پوځي قلعو او پوستو په منځ کې د ایپي فقیر جانشین حاجي شیر محمد په میرعلي کې د نامعلومو کسانو لخوا په شهادت ورسېد".
د علاقې نه د قامي پارلیمان غړي او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ په ټویټر لیکلي:
"په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د یو تن قومي مشر او د ایپي د فقیرانو وارث حاجي شېر محمد وزیر په یوه هدفي برید کې په شهادت رسېدلی دی. په نوې سترې لوبې کې د طالبانو د پروژې دوام په پښتونخوا کې وینه تویوي".
په شمالي وزیرستان کې هدفي پېښې:
د شمالي وزیرستان د خلکو قامي «اتمانزو جرګه» او د ځوانو غیر دولتي تنظیم یوت اف وزیرستان شمیرو ترمخه ضرب عصب عملیاتو څخه را پدیخوا 550 نه زیات کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.
په حکومتي کچه دا دعوې نه دي تصدیق شوې خو تېر د جولایي په میاشت کې د هغه وخت د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر شاهد علي د خبري غونډې پرمهال منلي وو تېر کال 2022 کې تر جولایي میاشتې پورې 63 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي وو.
د اتمانزو قامي جرګې غړی ډاکټر ګل علم وایي په هدفي پېښو کې زیاتره د علاقې مخور مشران، افسران، سیاسي فعالان، دیني علیمان او زنانه وژل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ نهه کاله وړاندې په 2014 کې عملیات کړي او د عملیاتو په نتیجه کې دا سیمې د ناامنۍ څخه پاکې اعلان شوې خو تېر کال د جون په میاشت کې لومړی د یوت اف وزیرستان څلور فعالان او بیا د جمعیت علما اسلام ف ګوند د یو ځایي مشر تر وژنې وروسته اتمانزو قامي جرګه پیل کړې وه او له حکومته یې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه.