د بلوچستان د دوکۍ ضلعې د کولې يا سکرو په کان کې له تېرې يوې نيمې مياشتې بند دوو مزدورانو څخه د یو مړی را ایستل شوی خو دویم لا هم په کان کې بند پاتې دی. چارواکو ويلي د مزدور مړی پرون ماښام رايستل شوی دی.
د را ايستل شوي (عبدالباقي) ورور عبدالقدير له ډيوه سره په خبره کې وويل، له زياتو تکليفونو او دردونو وړلو پس يې اخر د ورور مړی و موندل شو، "دا کار مو د سرکار له مرستې پرته، د ځايي مزدورانو او خلکو په مرسته تر سره کړی، بس اوس د هغه بل بند مزدور ( عبدل شراف) د جسد د رايستلو په تمه يو".
د چارواکو په وينا روان کال د مې مياشتې پر څلورمه نېټه د زيات باران له ورېدو سره د کولې ياد کان له اوبو او خټو ډک شوی او نړېدلی، هغه وخت هلته په کان کې دوه تنه کارکوونکي عبدالباقي او عبدل شراف د کان د نړېدو له کبله بند پاتې شوي وو.
د دوکۍ ضلعۍ د کولې د مزدورانو د تنظيم مشر شېرمحمد کاکړ په وينا،" له سخت زيات او محنت وروسته مو د يو مزدور مړی موندلی، که حکومت جديده مشينري راوړې وی، نو دا کار به ډېر په اسانه او وختي شوی وی، خو حکومت تر اوسه کومه مرسته نه ده کړې، بس ځينې چارواکي هلته تش د لېدلو کتلو لپاره راځي".
د ماين او مينرلز صوبايي محکمې د دوکۍ انسپېکټر صابرشاه په وينا، دوی 24 ساعته هلته موجود دي او دا هر څه په خپله څاري.
هغه وویل، د کولې ياد کان 900 ژور دی، تر اوسه يې 750 لاره ورته جوړه کړې، او يو مزدور يې پېدا کړی او ګمان کوي د پاتې مزدور مړی به هم ژر وموندي.
"دا عملیات ځکه ستونزمن دي چې له هرې خوا څخه کان ته اوبه راځي، په کان کې دننه زياتې اوبه او خټي دي، د بند پاته کس ځای هم نه دی مالوم، مونږ ته چې سرکار کومه مشينري راکړې هغه کاروو،خو نوره داسې خاص مشينري نه لرو چې ورک تن معلوم کړي ، بس دا د لاس او ټيکم، او مزدور کار دی، په هم دې طريقه به دا کار کوو، بله لاره نه لرو".
د ځايي کارکونکو او چارواکو په وينا، د کولې په کانونو کې داسې مرګونې پېښې زياتره وخت کيږي، او حکومت يې په مرستو کې تل ناکامه راغلی.
د کان کيندونکو په وينا په کال 1983 کې د دوکۍپه ناصر کول کمپنۍ سيمه کې د کان نړيدو په نتيجه کې هغه وخت اووه کار کوونکي په يړ کان کي بند پاتې شوي وو، چې يو کال پس يې د درېو مزدورانو مړي را ايستلي وو خو څلور تنه 40 کاله پس هم نه دي موندل شوي.
د انسپکټر صابر شاه په وينا، "هغه وخت يو کال پرله پسې کار روان وو، درې مزدوران را ايستل شوي وو، هغه څلور مزدوران اوس هم لا په هغه الج کې بند پاتې دي".
د کولې د مزدورانو لپاره کار کونکي تنظيمونه پر حکومت او د معدنياتو د صوبايي محکمې پر زمه وارانو نيوکې کوي، چې د کولې له ماينونو څخه په يوه ورځ کې د کروړونو روپو ټېکسونه تر لاسه کوي،خو د مزدورانو د ژوند په خوندي ساتلو او د ضرورت پر وخت په پوره مرسته کولو کې پاتې راغلي دي.
خو چارواکي تل دعوه کوي د مزدورانو د هر ډول خونديتوب او مرستو دپاره یې هر وخت ممکنه هڅې جاري ساتلي دي.