لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: ځانمرګي برید کې د یو ماشوم په ګډون درې پاکستاني پوځیان وژل شوي


د افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته‌څېرمه د ناارامه سيمې شمالي وزیرستان د مرکز مرانشاه سره په ختیځه سيمه کې پر پوځي قافله ځانمرګی برید شوی، درې پاکستاني پوځيان او یو ماشوم پکې وژل شوي او د څلورو پاکستاني پوځيانو په ګډون پکې 10 تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس او سیمه کې امنیتي سرچینو دا پېښه تایید کړه او وې ویل د لومړنیو معلوماتو له مخې دا یو ځانمرګی برید وو چې د حمید الله نومي چيک پوسټ سره نیزدې یې پوځي کاروان په هدف کړی دی.

حمیدالله نومي پوسته د میرانشاه نه لس کیلومیټره د ختیځ بنو ضلعې خوا ته غځېدلي سړک باندې جوړه ده.

د امنیتي سرچینو د مالوماتو له مخې په ځانمرګي برید کې دوه پاکستاني پوځي عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. د دوی په وینا ځانمرګي برید کوونکي د پوځ د بمونو ناکاره کولو پارټي په هدف کړې ده.

په رسمي توګه د برید زمه واري د دې خبر جوړېدو پورې چا نه ده منلې.

د ځایي خلکو په وینا د پوځي کاروان پرمهال امنیتي پوسته د عامو ګاډو د تګ راتګ په موخه تړل شوې وه او عام ګاډي دغلته په قطار کې ولاړ وو چې زورداره چاودنه وشوه.

پولیس او انظامي چارواکي وایي په ژوبل شوو کسانو کې لس ځایي کسان شامل دي.

د دوی په وینا وژل شوي او ژوبل پوځي عسکر میرانشاه سیمه کې پوځي روغتون او ځایي کسان د میرانشاه مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د میرانشاه روغتون چارواکي وایي 10 کسان راوړل شوي او ماشوم پکې ژوند د لاسه ورکړی دی.

پوځ په رسمي ډول د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه لا رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض دفتر چارواکي وایي تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو د ځانمرګي بریدونه لړۍ د تیر کال مې د میاشتې نه یو وار بیا پېل شوې چې ترمخه یې سږ کال څلور او تیر کال نهه ځانمرګي بریدونه شوي وو

د جون په 21 میر علي سیمه کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه او د هغه وخت مالوماتو له مخې دوه عسکر پکې ژوبل شوي وو.

د مې په 24مه هم په شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي وو.

د مې په 15 د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه پينځه عسکر او پینځه ځایي کسان پکې زخمیان شوي وو. د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د تحریک انصاف د احتجاج وړاندې د پاکستان سرښار تړل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG