لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بیټنيو قامي جرګې د سیند د ډاکوانو پرضد د قامي لښکر کولو ګواښ کړی


دخېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د بیټني قام جرګه شوې چې پکې پریکړه شوې که تر درېوؤ ورځو پورې حکومت د ډاکوانو له ولکي څخه تښتول شوی سیکورټي کارډ خالد خان بیټنی خوشی نه کړو بیا به قام پخپله د ډاکوانو پرضد لښکر کوي او که څه تاوان وشو د هغې زمه دار به د سیند صوبې او مرکزي حکومتونه وي.

خالد خان بیټنی د ټانک ضلعې کړي حیدر سره تړاو لري او دهغه رور جهانزیب وايي خالد خان یو شخصي کمپنۍ سره سیکورټي ګارډ ؤ او درې اوونۍ وړاندې د سیند صوبې کشمور ضلعې په کنکوټ سیمه کې ډاکوانو تښتولی او اوس یې دخوشې کیدو په بدل کې له دوی څخه د یو کروړ روپو غوښتنه کوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل مور پلار یې مړه دي، پخپله ډرایور دی او خالد د مزدورۍ د پاره هلته تللی وو چې خپلو وړو ماشومانو ته د رزق بندوبست وکړي.

په ټولنیزو رسنیو د خالد خان بیټني زړه بوګنونکې ویډیو لیدل کیږي چې په ونه پورې ځوړند کړل شوی، لاسونو او پښې یې ورته تړل شوي او په کوتکونو وهل کیږي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې خالد خان په ژړغوني غږ د ځان دخوشي کولو غوښتنه کوي.

د دغه پېښې پرضد نن دخالي په ورځ په ټانک ضلعه کې د بیټني قام لویه جرګه شوې چې پکې د پښتنو د نورو قبیلو خلکو هم ګډون درلودو.

د جرګې یو غړي او د بیټني اتحاد مشر انار ګل جرګې ته وویل په دې ورستیو کې دوی د سیند صوبې دحکمران ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مرکزي ویاند او د وزیراعظم خصوصي معاوین فیصل کریم کنډي او د پي ډي ایم مشر مولانه فضل رحمان سره لیدلي او دوی ته دهغوي له لوري دتښتول شوي خالد خان بیټني د خوشي کولو باور وکړل شوی ؤ.

خو هغه وویل چې لا تر دې مهاله د خالد خان دخوشي کولو لپاره دحکومت له لوري څه ګامونه نه دي اخستل شوي.

د پاکستان پیپلز ګوند مرکزي ویاند فیصل کریم کنډی وي او ای ډیوه ته وویل هغه په دې اړه د سیند حکومت سره تماس نیولی دی.

هغه وویل د خالد خان د خوشي کېدو د پاره پولیس لخوا د لټونې علیات دوام لري او د عملیاتو پرمهال د ډاکوانو ځنې مهم کسان نیول شوي دي.

د جرګې یو بل غړي لایق زاده وویل د سیند د کچې سیمې ډاکوان د فاټا په توګه کاروي چې زیاتره غریب مزدور کاره پښتانه اغوا کوي او بیا ترې دخوشې کیدو بدل کې پیسې اخستل کیږي.

هغه وویل چې کله پښتانه پخپله دفاع کې دوی ته تاوان واړوي بیا په حکومتي کچه د پښتنو پرضد مقدمې درج کیږي دوکانونه یې په زوره تړل کیږي او ګاډي یې سوځول کیږي.

هغه وویل دسیند په کچې سیمو کې د حکومتي واک پرځایی کولو د پاره باید دپاکونې عملیات وکړل شي.

د جرګې بل غړي ملک رفعت الله وویل دوی دوه ډلې جوړې کړي چې یوه ډله به سیند صوبه کې حکومت سره ویني او بله ډله به اسلام اباد کې له مرکزي حکومت سره په دې اړه لیده کاته کوي.

هغه وویل که تر درېوؤ ورځو پورې خالد خان بیټني خوشی نه شو بیا به دوی په خپله د هغه خوشي کولو د پاره د ډاکوانو پرضد لښکر کوي .

د هغه په وینا دوی ته د ټولو پښتنو ملاتړ ترلاسه دی او که دې دوران کې څه نقصان وشو زمه دار به یې د سیند او مرکز حکومتونه وي.

په ټولنیزو رسنیو دې پېښې ته غبرکون :

د جماعت اسلامي ګوند سینټر مشتاق احمد په ټویټر لیکلي دا د انسانیت سپکاوی دی. ولې د پي ډي ایم وفاقي حکومت او دسیند حکومت نه شرمیږي.

هغه وایي د خېبرپښتونخوا د ټانک ضلعې اوسېدونکی خالد د روزګار په لټه کې سیند ته تللی و، هلته يې د شخصي چوکيدار په توګه دنده ترلاسه کړې وه، خو څو ورځې وروسته غلو هغه وتښتولو.

سینیټر مشتاق وایي څو ورځې وړاندې د ډاکونو د ولکي نه د بټګرام د درېوؤ تښتول شوؤ کسانو د راخوشې کولو لپاره د بټګرام په جوماتونو، بازارونو کې دچندې دلارې یو کروړ روپۍ راټولې شوې وې چې ښځو په دغه چنده کې خپل کالي پتري هم ورکړي وؤ اؤ په هغو پیسو بیا دغه تښتول شوي کسان د ډاکونو د ولکي نه خوشې کړل شوي وؤ.

دسینیټر مشتاق احمد په خبره دا د غلو او د ځنګل قانون دی. ولې ستره محکمه دې ته پام نه کوي؟ خلک باید د پي ډي ایم په حکومت کې ددې ځنګل او غلو د قانون پر وړاندې ودریږي.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په خپله فیس بک پاڼه لیکلي:

د پښتونخوا د ټانک ضلعې نه يو غريب مزدور خالد خان بېټني د سیند کشمور کُچ نه د بدنامو ډاکوانو لخوا تښتول شوی او په هغه باندې بې رحمانه تشدد شوی دی.

هغه وایي په سیند کې تقريباً هره هفته يو شمير مزدوران او بې وزله پښتانه تښتول کيږي او په هغوي باندې بې رحمانه تشدد کيږي خو د پرله پسې پيښو وروستو هم د سیند حکومت يې په ضد کوټلي ګامونه نه اخلي.

منظور پښتین پخپل ټویټ کې د خالد خان بیټني دخوشې کولو غوښتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې پي ټي ایم سیند به ډېر زر ددې پېښې پر ضد د عمل پلان اعلان کړي.

د عوامي نیشنل ګوند د صوبې عمومي سیکتر سردار حسین بابک د خالد خان تصویر خپرولو سره په فیس بک پاڼه لیکلي:

دا دحکومتونو، پارلمان، محکمې، ادارو، ژورنالیزم،او زموږ دټولو په مخ یوه سپیړه ده.

هغه وایي له پښتنو سره د هر ډول ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې له یوه غږ پرته بله لار نشته.
دسردار بابک په خبره ،د مظلومو پښتنو وکالت عبادت دی.هر هوښیار او باشعوره انسان باید خپل زړه خلاص کړي او د مظلوم پښتون ملت غږ شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG