لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بیټني قام جرګه کې پریکړه شوې که تر دریوو ورځو پورې حکومت د ډاکوانو له ولکي څخه تښتول شوی کس خوشی نه کړ دوی به د ډاکوانو پرضد لښکر کوي.


د بیټني قام جرګه کې پریکړه شوې که تر دریوو ورځو پورې حکومت د ډاکوانو له ولکي څخه تښتول شوی سیکورټي کارډ خالد خان بیټنی خوشی نه کړ بیا به قام پخپله د ډاکوانو پرضد لښکر کوي. دوی وايي، په داسې حال کې که څه تاوان وشو د هغې زمه دار به د سیند صوبې او مرکزي حکومتونه وي.

د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د بیټني قام جرګه شوې چې پکې پریکړه شوې که تر دریوو ورځو پورې حکومت د ډاکوانو له ولکي څخه تښتول شوی سیکورټي کارډ خالد خان بیټنی خوشی نه کړ بیا به قام پخپله د ډاکوانو پرضد لښکر کوي او که څه تاوان وشو د هغې زمه دار به د سیند صوبې او مرکزي حکومتونه وي.

خالد خان بیټنی د ټانک ضلعې کړي حیدر سره تړاو لري او تر تښتولو وروسته ډاکوان د خوشې کیدو په بدل کې له کورنۍ څخه د یو کروړ روپو غوښتنه کوي.

په ټولنیزو رسنیو د خالد خان بیټني زړه بوګنونکې ویډیو لیدل کیږي چې په ونه پورې ځوړند کړل شوی، لاسونو او پښې یې ورته تړل شوي او په کوتکونو وهل کیږي.

تفصیل د عدنان بېټني په راپور کې.

XS
SM
MD
LG