لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف: پاکستان به د موسمي بدلون، کرنې او خوراکي تحفظ په برخه کې ۳۰ اربه روپۍ لګوي


COP27 Climate Loss and Damage
COP27 Climate Loss and Damage

اسلام آباد - نړیوال مالیاتې فنډ (IMF) ویلي پاکستان به د موسمي بدلون، کرنې او خوراکي تحفظ په برخه کې ۳۰ اربه روپۍ لګوي.

نړیوال مالیاتې فنډ یا آی اېم اېف په یوخپور بیان کې ویلي: "د پاکستان اوسني حکومت د ننګونو سره د مقابلې لپاره یو عمل پلان جوړ کړی دی چې تر مخه به 30 اربه روپۍ د موسمي بدلون، كرنې او د فوډ سيكورټي لپاره لګولې شي.

د آی اېم اېف په بیان کې یادونه شوې چې پاکستان په نړۍ کې د ناورین د خطر سره مخ دی او دغه هیواد به د ملګرو ملتونو د چاپیریال له پروګرام څخه مرسته ترلاسه کړي.

دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په پاکستان کې د پشکال بارانونه روان دي او سختو بارانونو تر دې دمه لسګونه کسان وژلي دي.

د پاکستان د قدرتې افاتو سره د مقابلې ادارې (NDMA) د خپورو شو تازه شمیرو ترمخه، د پشکال په اوسنې بارانونو کې تر دې دمه 93 کسان مړه شوې او 150 څخه زیات ټپیان شوي.

د قدرتې افتونو کارپوهه عائشه خان وي او اې سره خبرو کې وویل: "دغه رنګه افتونه به راځې، که چرې د دې څخه زیات زیان کیږې او د ملک سره دومره توان نه وې چې د دې څخه د بچ کیدو د پاره ګامونه پورته کړې، نو هرکال چې قدرتي افت راځې د هغه څخه به مونږ نور هم کمزوره کیږو. حکومت ته به د دغه افتونو څخه خلک بچ ساتلو لپاره ځپل صلاحیت زیاتول وي."

د پاکستان د موسمیاتو ادارې (PMD) د لا زیاتو بارانونو، لینډ سلیډنګ او په سیندونو کې د لوړې کچې سیلابونو خبرداری ورکړی دی.

څیړونکې ویره لرې چې اوسني بارانونه د هیواد پر کښت او کروندو هم ویجاړوونکي اغیزې لرلې شي چې لپاره به یې حکومت او وولس ته د وړاندې څان تیارول وي.

د راولپنډۍ د زرعي یونیورسېټۍ پروفیسر ډاکټر بلال محمد وایي: "زمونږ د ملک او قام لپاره ضروري دی چې د دغه افاتو د مقابله کولو لپاره ځان تیار کړي، ولې چې دا زمونږ په کنټرول کې نه دي. او پاکستان هغه ملک دی چې د موسمیاتې بدلون په زیاتو اغیزمنو ملکونو کې دی."

د قدرتې افاتو ادارې تر مخه کال ۲۰۲۲ کې راتلونکو د سیلابونو له امله له 33 ملیون څخه ډیر خلک اغیزمن شوي، شاوخوا 1,739 کسان مړه شوي او نږدې 8 میلیونه خلک بې ځایه شوي وو.

د نړیوال بینک د شمیرې ښائۍ چې هیواد ته د کال ۲۰۲۲ د سلابونو له امله د شاوخوا پنځلس بلیونو ډالرو زیان رسولې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG