نازيه د بلوچستان په پښين سيمه کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي. هغه په هر کيمپېن کې د ښار په کوڅو کې ګرځي او شاوخوا درې سوه ماشومان د فلج کوونکې پوليو ناروغۍ پر ضد څاڅکي ورکوي.
دغه د پوليو څاڅکي ورکونکې (ويکسينېټره) وايي چې په سيمه کې د پخوا په پرتله د رفيوزل يا انکاري ميندو شمېر اوس کم شوی دی. ځيني وخت ميندې د ماشوم د ناروغۍ په پلمه نه غواړي چې هغه ويکسين کړي خو دوی يې اماده کوي، چې قطرې ماشوم له ګوزڼ خوندي ساتي.
"زه په کيمپېن کې کور پر کور ګرځم او ماشومانو ته قطرې ورکوم. ځيني ميندې د دوايي غوښتنه کوي. انکار کونکې ميندې موږ اماده کوو، چې قطرې د ماشوم لپاره ډېرې مهمې دي. دا ماشوم له ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ خوندي ساتي. د سيمې خلک له موږ سره همکاري کوي".
د پښين ډي ايچ او ډاکټر سلطان موسی خېل وي اودای ډيوه
ته وايي که څه هم سيمه ډېره پراخه ده خو پر چېلنجونو سربېره هم يې د پوليو کار يو هدف ګرځولی دی. هغه ماشومان چې له افغانستانه راغلي وي او يا هم کډوال وي د ويکسين لپاره يې ځانګړي ګرځنده ټيمونه خېمو او کورونو ته ورځي.
"زه پخپله د پوليو کار څارم او د ټيمونو څخه ليدنه کوم. د ماشومانو فنګر مارک يا د ګوتو نښان ګورم که څوک انکاري وي د هغو لپاره د سيمې له بااثره خلکو کار اخلو. د رفيوزل ماشومانو د ويکسين لپاره ځانګړي ټيمونه کار کوي".
ډي ايچ او زياتوي چې په کيمېن کې پر اګاهي يا عامه پوهاوي ډېر کار کيږي. څوک چې د ماشوم د ناروغۍ پلمه کوي د ناروغه ماشومانو د علاج لپاره ډاکټران له پوليو کارکوونکو سره ګرځي، چې د ماشومانو د علاج ترڅنګ هغه ويکسين هم کړي.
"د روغتيا د نړيوال سازمان يونيسيف او د نورو ادارو چارواکي د پوليو د کار څارنه کوي. په سيمه کې پوليو کيمپېنونه د سيمې د سياسي، قبايلي او سماجي خلکو په مرسته ترسره کېږي. ديني عالمانو ته هم ويل شوي چې د جمعې په خطبو کې د پوليو وايرس په اړه خلکو ته وينا وکړي".
پښين د بلوچستان د مرکز ښار کوټې په شمال کې پرته سيمه ده چې د پوليو په های رسک ضلعو کې شمېرل کېږي. په سيمه کې په وار وار پر پوليو ټيمونو او ساتونکو پوليس سرتېرو د وسله والو بريدونه شوي دي.
Forum