لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يورپ د پرتګال 28کلن سېلګری د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په ترافيکي پېښه کې مړ شوی


دا انځور له ټولنیزو رسنیو څخه اخېستل شوی
دا انځور له ټولنیزو رسنیو څخه اخېستل شوی

د چارواکو په وينا اته ویشت کلن "نونوميګول ويليو کاسټنهيريا" له ايران څخه تيره ورځ د پاکستان و صوبه بلوچستان ته پر خپل ځانګړي ډول موټر سايکل داخل شوی و.
د ايران و سرحدي سيمه ته ورڅېرمه د چاغي ضلعې مچھ تالو په سیمه کې د جمعرات په ورځ په ترافيکي پېښه کې مړ شوی.

د چاغي د ليويز چارواکو په وينا ايراني ساخته زمباد نومي موټر د نونوميګول ويليو کاسټنهيريا موټر سايکل سره ټکر شوی چې په نتيجه کې پرتګالی سېلګری سخت ټپي شوی۔
وايي په نېږدې روغتون کې يې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه۔

د ليويز چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته وويل،
" نونوميګول ويليو کاسټنهيريا د سړک له خپل لوري څخه و مخالف لوري ته اوښتی وو چې مخامخ راروان موټر سره ټکر شوی، په لومړيو معلوماتو کې داسې معلومه شوې چې غلطی له موټر سايکل چلونکي سېلګري څخه شوې ده۔"
چارواکي وايي موټروان يې نيولی او د هغه پر ضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې نور تحقيقات يې روان کړي دي۔

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو او د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د هغه پر مرګ خواشيني څرګنده کړې۔

په سرکاري جاري کړي خبر کې ويل شوي چې د پرتګالي سېلګري مړی يې د کوټې سيول روغتون ته رسولی او د هغه جسد به و خپل هيواد ته له پوره حکومتي پرټوکول سره لېږل کېږي۔

په خبر کې ليکل شوي چې د پاکستان د وزارت خارجه په واسطه د پرتګال له سفارت د خبر ورکول شوی او لوړ پوړي چارواکي ورسره په تماس کې دي۔

پدې اړه د پرتګال له لوري کوم دريځ تر اوسه مخې ته ندی راغلی۔

د سيول روغتون کوټې د پوليس سرجن ډاکټر عايشه فېض و رسنيو ته ويلي، په لومړنيو طبي تحقيقاتو کې معلومه شوې،
" د نونو کاسټنهيريا، سر، سينه، پښې او لاسونو سخت ټپي شوي و، د هغه يو لاس هم مات شوی وو چې له هم دې کبله يې ساه ورکړې ده۔"

د چاغي د ليويز چارواکو په وينا له وژل شوي سېلګري سره د جرمني اوسېدونکي د هغه دوه نور ملګري هم پر خپلو موټر سايکلونو پاکستان ته راداخل شوي و او د پاکستان له سېل کولو ورستو به هندوستان ته داخيلدل۔
وايي هغه د پېنځوست ملکونو په سفر راوتلی وو۔

د ځاي چارواکو په وينا د خارجي سيل ګرو د خونديتوب لپاره د ليويزو عسکر له دوی سره ملګري کړل شوي وو خو وايي چې د موټر سايکل چلونکي سېلګر له پوښتنې پرته د ليويز تر موټرو په مخه تللي چې پېښې سره مخ شوې دي۔

د چاغي يوه ليويزو چاروکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چي ياد سیلګري سره ټکر کونکي زامباد موټر کي و افغانستان ته کهاد (کيماوي مواد) قاچاک کېدل۔
خو ډيوه په ازاده توګه د دې تور تصديق و نه کړای شو۔
دغه شين رنګي ايراني ساخته زامباد نومي موټران د پاکستان له همسايه ملک ايران څخه د پېټرولو ډيزلو،کيماوي موادو، خوراکي موادو په قاچاق کې پر لويه کچه استعمالیژي۔
دا موټر په کم قيمه خو زيات وزن وړونکي موټر ګڼل کېږي۔

د پېښې پر ضد پر ټولنيزو رسنيو هم تود بحث روان دی او پر حکومتې نيوکې کېږي چې حکومت د سېلګرو ژوند په خوندي ساتلو کې ناکامه ښکاري۔

خو حکومتي چارواکي دا يوه حادثه بولې او وايي د پېښې پوره تحقيات په کولو کې به يوه کمې هم نه پرېږدي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG