لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ملک قامي کرکټ ټیم ته په هند کې د ورلډ کپ په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړله


Pakistan New Zealand Cricket
Pakistan New Zealand Cricket

واشنګټن - د پاکستان کرکټ ټیم ته دا اجازه ورکړل شوه چې په ورلډ کپ لوبو کې د شرکت د پاره هندوستان ته ولاړ شي.

د آی سي سي د پنځوس اوریزو په نړیوال جام کې د ګډون د پاره قامي کرکټ ټیم ته اجازه د پاکستان حکومت ورکړې ده.

د کرکټ ورلډ کپ میچونه د روان کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې په هندوستان کې کیدونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ویلي چې پاکستان همیش دا دریځ ساتلی چې لوبې او سیاست باید جدا وي. نو هم له دې وجې یې قامي لوبډلې ته اجازه ورکړې چې په هندوستان کې کیدونکي مقابلو کې برخه واخلي.

د دې سره هغه ابهام هم لري شو چې د څو اونیو راهیسې موجود وو چې د پاکستان قامي کرکټ ټیم به هندوستان ته ځي او کنه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان اوس هم په هندوستان کې د پاکستان د ټیم د امنیت په اړه سختې اندیښنې لري.

یاد وزارت ویلي چې دوی د امنیت په اړه اندیښنې د آی سي سي او د هندوستان چارواکو سره شریکوي.

په جاري شوي بیان کې د بهرنیوچارو وزارت ویلي پاکستان په دې باور دی چې له هند سره دوه اړخیزې اړیکې د دوی نړېوالو لوبو پورې اړوندو مسولیتونو د پوره کولو په لاره کې خنډ نه شي.

یاد وزارت زیاتوي چې هندوستان خپل کرکټ ټیم ته په ایشا کپ کې د مقابلو لپاره پاکستان ته د تګ اجازه نه ده ورکړې، خو پاکستان بلخوا خپل کرکټ ټیم ته اجازه ورکړه چې هندوستان کې په نړیوال جام کې شرکت وکړي، او دا "د پاکستان د خپل ذمه وارو پوره کولواحساس په ګوته کوي."

یاده دې وي په سپټمبر میاشت کې کیدونکي ایشا کپ کې له شرکت د پاره هندوستان خپل کرکټ ټیم ته اجازه نه ده ورکړې چې پاکستان ته ولاړ شي.

نو وروسته بیا په جون میاشت کې د پاکستان کرکټ بورډ ویلي وو چې هندوستان ته کرکټ ټیم تګ فیصله به حکومت کوي.

د پاکستان د کرکټ بورډ کمیونیکیشن ډایریکټر سمیع الحسن په یو بیان کې ویلي وو چې هندوستان ته د پاکستان د کرکټ ټیم تګ لپاره د پاکستان د حکومت نه اجازه ضروري ده او همدغه لړ کې یې د حکومت نه رهنمایي غوښتې.

د ورلډ کپ د لوبو شډیول کې د پاکستان اوهندوستان کرکټ ټیمونه به په 15 اکتوبر مخامخ کیږي.

او د افغانستان او پاکستان په نړیوال جام کې میچ په 23 اکتوبر وي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG