د بلوچستان په تربت سیمه کې د ملګرې د ژغورنې لپاره شپږ همزولې نجونه اوبو ډوبې کړي دي.
پوليس وايي پېښه د یکشنبې په ورځ د تربت د کیچ ضلعې کلګ ته څېرمه د کېچ سیند پر غاړه شوې ده چې ټولې اووه نجونه پکې مړې شوي دي.
د تربت د پوليسو ايس ايس پي محمد بلوچ وي او اې ډيوه ته وويل، د کيچ د کور په سیند يوه نجلۍ اوبو کې د لمبېدو پر وخت ډوبه شوې،د ډوبې شوې ملګرې د ژغورنې لپاره د هغې نورې ملګرې يې يوه په يوه پسې ډوبې شوي دي.
" شپاړس نجونه په مېله سره تللې وې،دوی ټولې د يو کلي دي، له دوی څخه اووه په اوبو کې ډوبې شوې او مړې شوي دي، دوې نجونه مو له اوبو را ايستلې او په روغتون کې داخل دي، حالت يې ښه دی"
د ايس ايس پي په وينا ده چې له کلوګ کلي سره تعلق لرونکو نجونو عمرونه له 12 څخه تر 17 کلونو پورې دی.
هغه وويل د ډوبو شوو نجونو جسدونه د سيمې د خلکو په خپله مرسته له اوبو را ايستلي او دوې نجونه يې ژغورلې وې.
ايس ايس پي وويل، د پېښې په اړه يې پوره تفصيلات معلوملو لپاره يې تحقيقات پېل کړي دي.
"تحقيقات روان دي او په ياده سيمه کې مو پر پکنک کولو بنديز اعلان کړی، چې بيا کومه ناوړه پېښه رامنځ ته نشي"
د ځايي خبريال ماجد بلوچ په خبره،" په ټول تربت ښار او شاوخوا سيمو کې هر سړی په پېښه غمجن دی، ځکه چې ټولې همځولې او بيا د يوه ټبر نجونه دي، هغه ښونځيو ته تلونکې خوانده نجونه وې ځکه خلک زيات ويرجن دي"
Forum