لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعالان: پاکستان کې په جبر د لادرکیو لړۍ نده ختمه او جولائی کې 157 کسان لادرکه شوي دي


واشنګټن - د کوم خاص ګوند، تنظیم، مذهب یا د ژبې خلک په جبر لادرکه کړی کیږي او کنه، دا مسئله په پاکستان کې عامه ده.

د هیومن رایټس ډیفینډرز کوارډینیټر وایي د جبري لادرکۍ ښکار کسانو مسئله په پاکستان کې عامه ده خو زیاتره خلک د پښتونخوا او بلوچستان نه پورته کړی شوي دي. هغه زیاته کړې چې په جبر لادرکه کسانو کې صحافیان، ډاکټران، انجنیران، سیاسي مبارزین، د بشري حقونو فعالان او دیني عالمان شامل دي.

پاکستان کې د جبري لادرکه شوو کسانو په اړه د پلټنې کمېشن وايي، د 2023 کال د جولای میاشت پورې یې په رپورټ شوي 9893 قضیو کې 7616 حل کړي.

یادې شمیرې په جبري توګه د لا درکه شوو کسانو لپاره د پلټنو کمېشن په سپريم کورټ کې جمع کړي. یاد رپورټ کې ویلي شوي چي کمېشن د جولاې میاشت کې 177 کیسونه حل کړي، خو رپورټ زیاتوي چې 157 کسان یواځې د جولای په میاشت کې لادرکه کړی شوي دي.

د ډیفنس اف هیومن رایټس غړې عایشه مسعود جنجوعه ډیوه سره خبرو کې وویل، "د پاکستان حکومت وخت په وخت دا قسمه رپورټونه جاري کوي، خو مسئله په خپل ځای هغه شان موجود ده او خلک اوس هم په جبر لادرکه کیږي."

د بې درکه شوو بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکی سازمان او د بشري حقونو مبارزین ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د خلکو په زوره بې درکه کولو کې ککړې دي.

خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک کسان د وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي، او يا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

ایمان مزاري چې قانون پوهه او د بشري حقونو مبارزه او د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري لور ده، وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې وویل: "په جبر لادرکیو کې د ککړ کسانو نه په ګوته کیدل او په جرم کې ملوث کسانو ته سزا نه ورکول هغه وجوهات دي چې د جرم څخه د خلاصۍ کلچر ته ودته ورکوي."

کوم کسان چې لادرکه وي او بیا کور ته راشي نو دوی څه وایي چې چا سره وو؟ په خپرونه کې دې سوال په ځواب کې د بشري حقونو کارکن افتاب علي شاه وویل چې پاکستان کې د لادرکه صحافي او یوټیوبر عمران ریاض خان ورور سره یې رابطه شوې وه، خو ورور یې په یره کې وو او "خپل کیس یې د دوي سره رجسټر نه کړو، نو د عام خلکو حالت به څه وي تاسو دې نه اندازه لګولی شئ."

په جبر د لادرکه قضیو کې چې د حل په انتظار دي د کمېشن د شمیرو تر مخه 1323 تړاو د پښتونخوا سره دي او په بلوچستان کې حل طلب قضیې 470 دي.

په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د بي این پي مینګل ګوند د مرکزي کمیټۍ غړي غلام نبي مري وویل چې دوی د تحریک انصاف حکومت سره اتحاد کړی وو چې په جبر د لادرکه کسانو سنجیده مسله حل کړي خو دغه مسئله حل نه شوه او نه هم د پي ډي ایم حکومت کې شامیلیدو دې مسلې ته څه حل پیدا کړو. ښاغلي مري زیاته کړه چې سیولین حکومتونه دومره توان نه لري چې دا مسله حل کړي.

یاده دې وي چې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند په حکومت کې د بشري حقونو مرکزي وزير رياض حسېن پيرزاده په دې وروستیو کې د خلکو په جبر د لادرکه کولو په لړ کې د استخباراتي ادارو د تګلارې دفاع کړې وه او دا عمل یې د ترهګرۍ ضد جګړې سره تړلې ‌ؤ.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG