لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پوځي عملیاتو او د ناامنۍ پېښو کې 10 کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي


په بلوچستان صوبه کې عسکري عملياتو او د نا امنۍ په پېښو کې لږ تر لږه لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ په خپاره کړي بيان کې دعوه کړې چې د تربت ضلعې په سيمه مزا بند رېنج کې يې د ترهګرو پر ضد د پتو معلوماتو پر اساس عمليات کړي چې پکې دوه تنه ترهګر وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.

بيان زياتوي د عملياتو پر وخت يې د ترهګرو له پټن ځای څخه پر زياته کچه وسله هم نيولې ده.

په بيان کې ویل شوي چې وژل شوي ترهګر د بې ګناه خلکو او د امنیتي عسکرو په وژنو کې ککړ وؤ.

بل لوري ته په وسلوال بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوی دی.

د مستونګ پوليس وايي، په وسلوال بريد کې د ترهګرۍ ضد يا ای ټي ايف پوليس يو عسکر وژل شوی او د هغه ورور سخت ټپي شوی.

د مستونګ پوليس يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وويل،" پېښه د جمعې په ورځ شوې، د مستونګ په کانک سيمه کې نا معلوم وسلوالو پوليس عسکر هغه وخت وژلی چې هغه له خپل ورور سره پر موټر سايکل روان وو.

د يادې پېښې زمه وراي داعش پاکستان منلې ده.

تر دې وړاندې د کوټې په مغربي بايي پاس خالق اباد سيمې ته څېرمه چاودنه کې يو تن مړه شوی.

د پوليس یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط ډيوه ته وويل، " په لومړيو څېړنو کې معلومه شوې چې دا دلاسي بم چاودنه وه او بم غورځونکی په خپله پکې وژل شو، ولې چې د هغه لاسونه او نور بدن زيات زخمي شوي وو، بل چاته ته کوم تاوان ندی رسېدلی"

بل لوري ته د جمعې په ورځ مستونګ ضلعې په ميونسپل کمېټۍ سيمه کې لاسي بمي بريد شوی چې د ميونسپل کمېټۍ د جماعت پېش امام او دوه تنه نور پکې ټپي شوي دي.

پوليس وايي د پېښې په اړه يې تحقيقات پېل کړي دي.

د دې پېښې زمه واري د رپورټ د جوړلو تر وخته کوم چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې د پنج شنبې په ورځ د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه قعله عبدالله ميزی اډه کې د ليويز ځواک پر تاڼه د لاسي بمي بريد خبر ورکول شوی.

تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه اؤ د قوي زيان اوښتو دعوه يې کړې خو د مېزی اډې ليويز دا دعوه رد کړې او ويلي چې کوم تلفات نه دي اوښتي.

د اګست مياشتې له پېلیدو سره سم د بلوچستان په بېلا بيلو سيمو کې په ترهګريزو پېښو کې زياتوالی راغلی.

د کوټې او بلوچستان په ځينې نورو سيمو کې د لاسي بمي بريدونو کې تر شپږو زيات کسانو ټپي شوي دي.

د لاسي بمي بريدونو زمه وارۍ ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ای منلې دي.

بلوچستان کې د روان کال د جولايي او د اګست دمياشتې تر دولسمې نیټې (دوڅلويښتو ورځو شپو) کې تر دويشتو زياتې د نا امنۍ پېښې شوي چې پکې 28 امنيتي عسکر وژل شوي او څوارلس ټپیان شوي دي.

په يادو پېښو کې تر 13زيات ولسي وګړي وژل شوي، او ډيری ټپي شوي هم دي.

امنيتي ادارو د 13 وسلوالو د وژنو دعوې هم کړې دي.

په بلوچ ميشتو سيمو کې ﺯياترہ وخت بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې د پېښو ذمه واري مني، خو په پښتون مېشتو سيمو کې بيا مذهبي تندروه ډلې چې پکې داعش، ټي ټي پي، تحريک جهاد پاکستان، جماعت الااحرار، لشکر جهنګوي( بلوچ پشتون دواړه سيمې) کې د زياترو پېښو ذمه واري مني.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG