د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې پرېکړه کړې ده چې د وزیرستان خلک به د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي.
د اتمازو جرګې یو غړی ډاکټر ګل علم وايي دا یوه قامي پریکړه ده او چې قامي جرګه کومه پریکړه وکړي پښتون روایاتو کې هغه پریکړه بیا ټول قام په شریکه عملي کوي.
ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته دوی د تاریخ بدترینې ناامنۍ سره مخ دي چې تر مخه یې نه ځايی ولس او نه د ځمکې لاندې وسایل محفوظ دي.
هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې نزدې 600 نه زیات کسان وژل شوي چې پکې قامي مشران، دیني علمان، مدني او سیاسی فعالان شامل دي.
په حکومتي کچه دا شمیرې نه دي تايید شوي خو د علاقې نه د هدفي وژنو پېښې رپور ټ کیږي او تیر کال دهغه وخت د انتظامیې مشر شاهد علي د جولایي په میاشت کې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې مهال هدفي پېښو کې 63 کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په کال 2014 نیمايی کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات کړي وؤ او دغه سیمې د ترهګرو نه پاکې ګرځول شوې وې خو د علاقې خلک د ضرب عضب عملیاتو وروسته د علاقې حالات ډاډمن نه بولي اؤ وایي سیمه کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کیږي .
ډاکټر ګل علم وايي د دوی یوازینۍ یوه غوښتنه په علاقه کې په بشپړه توګه امن پرځای کول دي خو دا غوښتنه یې نه منل کیږي ځکه په قامي پریکړو کولو مجبور شوي دي.
هغه وویل د ناامنۍ د لاسه خلک د اندیښنو ښکار شوي او د علاقې کاروبار، تعلیم او نور عادي ژوند په ټپه ودریدلی دی.
د شمالي وزیرستان د پولیسو دمشر ریاض سلیم د دفتر چارواکي وايي چې د کله نه دا سیمې په صوبه کې شامل کړل شوي حالات پکې ښه شوي دي .
د پولیسو وینا ده تر دې مهال چې څومره کسان په مقدمو کې نومول شوي هغه عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي .
د اتمانزو جرګه وايي په هدفي پېښو کې د وژل شوو کسانو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج شوي او بیا په دغه پېښو کې ککړ کسان نه نیول کیږي.
په علاقه کې د ملي جمهوري ګوند فعال جمال داوړ وايي تر مقدمې وروسته بیا پلټنې نه کیږي چې دا څرګندوي چې د یوې منصوبې لاندې د علاقې دخلکو نسل وژنه روانه ده.
هغه وویل په یوه ورځ کې دوه او درې کسان وژل کيږي،" دا پټ مخ کسان وژنې وکړي او بیا وتښتي په داسې حال چې په هر ځای کې په سړکونو، غرونو او کلو کې د امنيتي عسکرو پوستې دي خو دا کسان چرته پټ شي"
د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډيوه ته وویل هره پېښه هدفي نه وي په دې کې خلک په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغوی ته د هدفې وژنې نوم ورکوي.
هغه وویل پولیسو او نورو امنیتي ادارو یو شمیر کسان ګرفتار کړي خو بیا د هغوی پرضد څوک دعویداري نه کوي او هغه کسان خوشي شي.
د جرګې یو بل غړی ملک نصر الله وایي دوی سره تیر کال د سیاسي ګوندونو په ډاډ د علاقې د امنیت د ټينګښت ژمنه شوې وه چې ترمخه یې دوی ته وویل شوي وو چې په دې اړه به ستاسو دا جرګه د ملک لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو سره لیدنې کوي او خپل دریځ به ورته وړاندې کوي .
هغه وویل تر دې مهاله دوی سره یو چا نه رابطه کړې او نه د خلکو د حفاظت د پاره څه ګامونه اخستل شوي دي.
هغه وویل جرګې پریکړه کړې چې تر څو په حکومتي کچه د دوی د امن غوښتنې ته پاملرنه نه وي شوې تر هغې به نه څوک د انتظامیه مشر نه واخله د پاکستان وزیراعظم او د پوځ کپتان نه واخله تر دپوځ مشر پورې ملاقات کوي او نه به د دوی غونډو کې شرکت کوي .
نوموړي زیاته کړه د ازادۍ په ورځ به په سیمه کې خلک په کورونو، دوکانو او مارکیټونو تور بیرغونه لګوي او چې څوک دا پریکړه نه مني د هغوي پرضد به د قبایلي روایاتو سره سم جرمانې لګول کیږي.
Forum