لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو ګاډی په راکټ ویشتل شوی،4 عسکر ژوبل بنو کې هم پولیس عسکر وژل شوی


File Photo
File Photo

ډيره اسماعیل خان ـ د خېبرپښتونخوا په جنوبې ضلعه بنو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې يو پوليس عسکر وژل شوی او په قبایلي ضلعه بر حنوبي وزیرستان کې وسله والو د امنیتي ځواکونو په ګاډي د راکټ حمله کړې ده چې په کې څلور پاکستاني عسکر ژوبل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغو پېښو زمه واري منلې ده.

د بنو ضلعې پوليسو وي او اې ډیوه ته د عسکر وژلو پېښه تاید کړې او وي ويل دغه پېښه تېر ماښام د بنو ضلعې ډیره اسماعیل خان سړک د پاڅه په کلا خېل مستي خان سیمه کې شوې ده.

هغه وویل دغلته نامعلومو وسله والو د جاوید په نوم عسکر باندې ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی .

د ضلعې د پوليسو وياند خانزلا قريشي وايي د پېښې نور معلومات کوي او پولیسو پلټنې پېل کړې دي.

‎د خیبرپښتونخوا پولیسو د جولایي په میاشت کې پخپل جاري کړي رپورټ کې ویلي وؤ، سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

همدا شان د بر جنوبي وزیرستان لدها سیمه کې د پاکستان څلور امنیتي عسکر د وسله والو په یو راکټي برید کې ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي نن دخالي په ورځ غرمه لدها سیمه کې وسله والو د بمونو شنډونکو امنیتي عسکرو په ګاډي راکټي برید کړی دی .

د دوی په وینا ژوبل عسکر په سمدستي توګه په سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوې او تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګیره کې اخستې ده او د وسله والو پټن ځایونه د توپو د لارې په نښه کړې خو دې کاروايۍ کې وسله وااو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغو دواړو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG