د پاکستان د پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې پر یوه ګاډي بمي چادونه شوې چې پکې د امنیتي چارواکو په وینا لږ تر لږه 11 کسان وژل شوي دي. د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.
د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو ځايي امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، دغه پېښه د شوال «ګل میر کوټ» ته نیژدې سیمه کې پر هغه ګاډي باندې شوې ده چې د یو چیک پوسټ په ودانۍ کارکوونکي مزدوران د کار وروسته د خپلې استوګنې ځای ته پکې روان وو.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ پر دې برید خواشیني ښکاره کړې چې وایي د 11 "بې ګناه مزدورانو" ژوند یې اخیستی دی. کاکړ دا "ترهګر برید" بللی او د شنبې- خالي په شپه ناوخته پر ایکس [ټویټر] لیکلي:
"د تشدد دغه بې رحمه عمل په کلکه غندم او له اغېزمنو کورنیو سره په خواخوږۍ کې ملګری یم".
په چاودنه کې د وژل شويو کسانو تړاو له ورڅېرمه یوې بلې جنګ ځپلې قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان سره دی چې زیاتره د یوه کلي اوسېدونکي دي، ځايي خلک او په خپله حکومتي چارواکي مني چې دوی مزدور خواريکښ وو.
ایکسپریس ټریبیون د شوال د یو پولیس مشر شېرالله له خولې لیکلي چې په دې ګاډي کې ټول 16 مزدوران سپاره وو چې وایي په چاودنه کې لږ تر لږه 11 وژل شوي، دوه ژوبل او درې بې درکه دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه پورې ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه پورې د حملې ذمه واري هم لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.
د ځايي خلکو او حکومتي چارواکو په خبره وژل شوي کسان مزدور خواريکښ دي چې پکې د نهو تنو تړاو د بر جنوبي وزیرستان تحصیل مکین له یو وړوکي کلي «سپین کمر» او دوه د کوز جنوبي وزیرستان له بیرمل تحصیل انګور اډې سره دی.
په سیمه کې بلال مسید نومي تن هم وي او اې ډیوه ته تایید کړه چې په وژل شويو کسانو کې نهه تنه د مکین تحصیل د سپین کمر سیمې دي چې وایي په هغوی کې درې وروڼه هم شامل دي.
هغه وویل وژل شوي کسان مزدور خواريکښ دي چې د ورځې په سر به یې په علاقه کې مزدوري کوله او د خپل کور معاش به یې پرې برابرولو .
هغه زیاته کړه دغه پېښې ټوله سیمه ویرجنه کړې او دا هغه خلک دي چې د 2009م د «راهِ نجات» پوځي عملیاتو له امله یې خپلې سیمې پرې ایښې وې، اته کاله یې د کډوالۍ ژوند تېراوه او وروسته په کال 2017م کې خپلې سیمې ته ستانه شول.
حکومتي چارواکي وايي له انګور اډې سره تړاو لرونکي دوه کسان هم وروڼه دي.
د علاقې یو بل تن حبیب الله وايي د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له امله د علاقې کاروبارونه او د خلکو کورونه وران ویجاړ دي، زیاتره کسان د معاش برابرولو دپاره د ورځې په سر په علاقه کې مزدورۍ کوي.
هغه وي او اې ډیوه ته وویل "دا یواځې 11 تنه نه یوولس کورنۍ وژل شوې دي"، هغه تور پورې کړ چې "د دغو جنګ ځپلو په سر [پاکستان] د نړۍ نه په اربونو ډالر تر لاسه کړي او په حکومتي کچه د دوی د بیا ابادکارۍ ژمنې شوې خو تر اوسه دوی ته د وران شوو کورونو مرستې نه دي ورکړل شوې".
د پاکستان پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو په کال 2009م کې د پاکستان پوځ دغلته د «راهِ نجات» عملیات کړي او دا سیمې پاکې ګرځول شوې وې خو بیا هم د علاقې نه د ناامنۍ پېښې رپورټ کیږي.
Forum