لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوشال سادات: هغه وخت بیا راځي چې خلک به د طالبانو د واک نه خلاص کړل شي


په واشنګټن کې جوړه شوې یوه غونډه کې په افغانستان کې پاتې شویو پخوانیو امریکایي او افغان پوځیانو، سفیرانو او امریکا ته تازه راغلیو افغانانو هیله ښکاره کړې چې د دې هېواد خلک به ضرور یو ځل بیا له بدو حالاتو را ووځي.

"نه یم خبر څنګه او کله خو د زدکړو کوم تخمونه چې شیندل شوي دا به یوه ورځ زرغون شي". دا خبره د افغانستان په موضوع جوړه شوې غونډې کې په افغانستان کې د امریکا یو پخواني سفیر رونلډ نیومن وکړه.

ښاغلي نیومن هغه وخت هم یاد کړ چې پلار یې په کابل کې سفیر وو او دی له پلار سره هلته وو او بیا یې خپله هم په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کوله.‌ رونلډ نیومن هیله څرګنده کړه چې "افغانستان کې به بیا ښه وخت راشي".

د غونډې ګډونوال.
د غونډې ګډونوال.

"افغانستان ويژن: پخوانۍ کیسې او د راتلونکې هیلې" په 15م اګست د واشنګټن په جارج ټاون پوهنتون کې په دغه سرخط یوه غونډه وشوه، چې پکې په افغانستان کې د امریکا د یو پخواني سفیر په ګډون، په افغانستان کې پاتې شوي امریکایي پوځیانو تر څنګ پخواني افغان جنرالانو هم ګډون دردلو.

په یاده غونډه کې یوه ویډیو هم وښودل شوه چې عنوان یې وو «تر یو ورور زیات / مور دېن اې بردر» یعنې څنګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره افغان سرتېري اوږه په اوږه جنګېدلي وو، څنګه شل کاله دوی یو ځای خوارک کاوه، ژوند یې کاوه او بیا ناڅاپه هر څه بدل شول او هغوی د خپل ژوند د پاره د هیواد نه په وتلو مجبور شول. په دغه ویډیو کې د هغه افغان عسکر کیسه وښودل شوه چې اوس په امریکا کې ژوند کوي.

په یاده غونډه کې د پخواني لیفټینټ جنرل جان ایف مل هولینډ جونېر هم هغه وخت یاد کړ چې څنګه دوی لاړل او د طالبانو واک یې شل کال مخکې په افغانستان کې ختم کړ. هغه وویل چې د طالبانو حکومت افغانانو او د هغوی هوډ ختم کړی وو.

پخوانی امریکایي پوځي افسر لیفټنټ جنرل جان ایف مل هولینډ جونیر غونډې ته وینا کوي
پخوانی امریکایي پوځي افسر لیفټنټ جنرل جان ایف مل هولینډ جونیر غونډې ته وینا کوي

افغانستان ته پو لومړیو امریکايي پوځیانو کې پیري بلیک برن هم شامل وو چې خپله کیسه یې وکړه او د افغانانو مننه یې وکړه چې دوی پخپله وجنګېدل او ځان یې قرباني کړ او که څوک وایي چې افغانان نه دي جنګیدلي نو اویا زره قربانۍ چا ورکړې.

د افغانستان نه امریکا ته راغلې صدیقه فهیمي هم دغې غونډې ته خبرې وکړې او د افغانستان په اړه یې وویل چې افغانستان د ډېرو ژبو او مذهبونو هیواد دی، ټول د طالبانو په تله کې اچول سم نه دي.

مېرمن فهیمي خپل مثال ورکړ چې هغه یوه تعلیم یافته شیعه هزاره افغانه مېرمن ده چې د طالبانو سره 180 ډګري توپیر لري. مېرمن فهیمي وویل چې ښځو ته د تعلیم او روزګار په حق نړیواله ټولنه باید غلې پاتې نه شي.

په یاده غونډه کې یو ویډیو پیغام هم خپور شو. په دغه ویډیو کې د نېشنل ریزسټنس فرنټ یا د ملي مزاحمت محاذ یو مشر علي میسم نظاري وویل د طالبانو خلاف مزاحمت د احمد مسعود په مشرۍ روان دی. ښاغلي زیاته کړه چې احمد مسعود د هغه افغانستان لپاره هڅې کوي چې جمهوري، ټولشموله او ډي سنټرالیزډ (غیرمتمرکز) به وي او باید نړۍ په دې کې د دوی مرسته وکړي.

د افغانستان نه د راوتلو او دلته ژوند پیل کولو په اړه یوې افغانې مېرمنې حسینه غفوري په خپله وینا کې وویل چې څنګه د طالبانو له ویرې هغې خپل هیواد افغانستان پرېښود خو وایي هغه جینۍ چې په افغانستان کې یې د سایکل چلولو اجازه نه درلوده اوس په امریکا کې خپل ګاډی چلوي.

پخواني جنرالان سمیع سادات او خوشال سادات هم په غونډه کې موجود وو. ښاغلي خوشال سادات په خپله وینا کې د امریکایي او افغان پوځیانو د همکارۍ د ګټې نه پیل کړه او د خپل وخت کیسه یې وکړه چې ګډه همکاري څنګه او څومره مهمه ده.

خوشال سادات غونډې ته وینا کوي.
خوشال سادات غونډې ته وینا کوي.

سادات په دې لړ کې د مطیع کمانډر په اړه کیسه هم وکړه، چې د پاکستان سره یې تعلق لرلو او د یو ترهګر تنظم مشر وو، چې څنګه دوی هغه په دنده وګومارلو. ده وویل کوشش یې وو چې القاعده معلومه کړي او ختمه یې کړي.

خوشال سادات زیاته کړه چې هم د هغه مطیع کمانډر د شریک کړو معلوماتو په اساس یې د حقاني نېټورک یو شمېر کمانډران ونیول چې د افغان او امریکایي ځواکونو خلاف جنګېدل او هم د هغه په ورکړو معلوماتو یې هغه جېل هم معلوم کړ په کوم کې د پاکستان د پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني زوی حیدر علي ګیلاني قید وو، هغه د پاکستان نه تښتول شوی او په پکتیا- پکتیکا کې ساتل شوی وو. ښاغلي سادات وویل چې هغه وخت یو ځل بیا راځي چې خلک به د طالبانو د واک نه خلاص کړل شي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG