لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په پوځي قافله بريد کې شپږ پاکستاني پوځیان، "څلور ترهګر" وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه هم شوې ده. تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

امنيتي سرچينو وي او اې ډیوه ته ويلي، ياد برید نن سهار د بر جنوبي وزيرستان په تيارزه تحصيل کې شوی، د پوځ دوه ګاډي د معمول په ګزمه وو چې وسله والو پرې بريد کړی وو.

د علاقې پوليس وايي، بريد د تیارزه تحصيل په شېروانګۍ علاقه کې شوی دی.

پوځ د پېښې په اړه مطبوعاتو سره شریک کړي خبر کې نښته تاييد کړې او ويلي يې دي، وسله والو ته کلک ځواب ورکړل شوی دی.

پوځ په نښته کې د شپږو عسکرو او څلورو ترهګرو وژلو ويلي او زياته کړې یې ده، دوه ترهګر ژوبل شوي هم دي، خو د وژل شوو او ژوبلو ترهګرو نور تفصيل نه یې دی ویلی.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې پوځ ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

امنيتي سرچينې وايي، په نښته کې د پوځ اته نور عسکر هم سخت ژوبل شوي دي.

د سرچينو ترمخه د بريد وروسته نور امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي او پوځي هيليکاپټر هم سيمې ته د عملياتو دپاره رسېدلي دي. پوځ وايي په علاقه کې د ترهګرو د لټون او پاکۍ عملیات دوام لري.

په پوځ شوی ننی برید په جنوبي وزیرستان کې سږ کال په امنيتي ځواکونو تر ټولو غټ بريد ګڼل کيږي.

درې ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرتې ناارامه شمالي وزيرستان ضلعه کې په يوه چاودنه کې 11 مزدوران وژل شوي وو. د يادې چاودنې زمه واري چا نه وه منلې.

هغه وخت ويل شوي وو چاودنه په داسې مهال شوې چې پوځي ګاډی د چاودنې د ځای څخه تېر شوی او دپاسه پرې د مزدورانو ګاډی راغلی او چاودنه پرې شوې وه.

يادو مزدورانو په شمالي وزيرستان کې په امنيتي پوستو جوړولو کار کولو.

په کال 2009 کې د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو ضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي او علاقه یې د وسله والو څخه پاکه ګرځولې او د سيمې نه کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي وو.

خو په سيمه کې وخت په وخت د امنۍ پېښې کیږي، ځايي خلک د امنیت دپاره احتجاجونه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG