لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: وسله وال برید کې پولیس اهلکار وژل شوی


پولیس وایي د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک د مرکزي بازار په منځ کې نامعلومو وسله والو یو پولیس عسکر په هدفي برید کې وژلی دی. په سمدستي توګه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

‎پولیس وایي د یو شخصي بېنک [میزان] په ساتنه مامور پولیس عسکر ریاض بېټني باندې نن د شورو- چارشنبې په ورځ نامالومه وسله والو ناتاره ډزې کړې چې پکې هغه په ځای وژل شوی او دوه لاروي د وسله والو په ډزو ژوبل شوي دي.

‎د سټي تاڼې د پولیسو افسر افتاب بلوچ وايي وژونکي تښتیدلي دي. ‎هغه وویل د پېښې پلټنې یې پیل کړي خو لا یې تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

تر دغې پېښې وروسته په سیمه کې د امنیتي اندېښنو له امله بېنکونه تړل شوي او د امنيت غوښتنه یې کړې ده.

د ټانک ضلعې د پولیس مشر وقار احمد وايي دا کومه د ېبنک نه پېسو تښتولو پېښه نه وه، هغه وویل دا د ترهګرۍ پېښه ده چې هدف یې پولیس عسکر وو. پولیس افسر وویل د علاقې حالات په قابو کې دي.

له دې نه وړاندې هم بېنکونو امنیتي اندیښنې څرګندې کړې چې له امله یې د بینکونو په ساتنه پوليس اهلکار په ځای کړي وو.

په وروستيو کې خېبرپښتونخوا کې په پوليسو بريدونه سېوا شوي دي.

پرون د ټانک ضلعې سره لويديځه پوله بر جنوبي وزیرستان اسمان منزه سیمه کې د پوځ په قافله وسله وال بريد شوی وو ، د وسله والو سره نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه هم شوې وه. تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

له دغې وړاندې خېبر، لکي مروت او بنو ضلعو کې روانه اوونۍ څلور اهلکار عسکر وژل شوي وو.

هغه وخت تحریک طالبان ویلي وو پولیس دې دوی پر وړاندې عملیات نه کوي دوی به یې نه هدف کوي.

خو د ملک موقتي وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ویلي د ترهګرو پروړاندې به سر ټيټ نه کړي او د ترهګري دا لعنت ترختمولو به د هیڅ ډول قربانۍ څخه نه په شا کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG