د خېبر پښتونخوا ټانک ضلعه کې شخصي بینکونو د امنیتي اندیښنو له ویرې خپل خدمات په عارضي توګه ځنډولي او یوې بلې ضلعې ډیره اسماعيل خان ته یې انتقال کړي دي.
ببنکونو وروستو له هغې خپل خدمات ځنډولي چې د شورو/چهار شنبې په ورځ د یو شخصي بینک په ساتنه په مامور پولیسو برید شوی و چې په کې یو پولیس عسکر وژل شوی او دوه لاروي ژوبل شوي وو.
هغه وخت پولیسو ویلي وو دا د ترهګرۍ پېښه ده.
ټانک ضلعه چې د وزیرستان سره پوله لري په دې ورستیو کې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې په کې هم چټک شوې دي.
د ملي جمهوري ګوند مرستیال مشر ننګیال بیټنی وايي په ضلعه کې هیڅ حکومتي واک نه لیدل کیږي .
هغه وویل د قامي پارلیمان دیوې څوکې برابر سیمه د پولیسو یوې څوکۍ ته سپارل شوې او دلته یو ساده مقدمه په یوه اوونۍ کې نه درج کیږي.
د هغه په وینا د وزیرستان سره په پوله او په ځانګړي ډول د بیټڼي سرکل په ګڼ شمیر کې خلکو له سیمې کډې ترې کړې چې دا مهال له سیمې لرې د کرایې په کورونو کې ژوند کوي.
ځايي خلک وايي دوی د نورو خلکو په څیر عادي ژوند نه کوي او په دې وروستیو کې یې د دامن د ټینګښت لپاره احتجاجي مظاهرې کړي خو د دوی دې غوښتنې ته پام نه دې شوی.
دوی شکایت لري چې د پاکستان په پارلیمان کې د دوی منتخب استازي د دوی په ستونزو غلي دي او د پاکستان میډیا کې د دوی ستونزو ته ځای نه ورکړل کیږي .
مدني فعال ندیم عوام دوست وویل سیمه کې د امنیت د پاره دې اضافي پولیس بهرتی کړی شي.
هغه وویل په مطبوعاتو کې د سپي او د هاتي خبرونه وي خو د دوی د ستونزو خبرونه نه ورکړل کیږي .
ځای خلک د ناامنۍ څخه سر ټکوي او وايي چې دې غیر یقیني صورتحال له ویرې سره مخ کړي کاروبارونه په ټپه ودریدلي او بینکونو خدمات ځنډول د ځايي خلکو په مشکلاتو کې نوره اضافه کړې ده .
خو د انتظامیه مشر مرستیال کمشنر محمد شعیب وايي په سیمه کې حالات په قابو کې دي او د هرقسمه ناامنۍ مقابلې کولو د پاره پکې د پولیسو ترڅنګ د پاکستان د پوځ عسکر موجود دي.
ټانک د خیبر پښتونخوا انتهايي وروستو پاتې جنوبي ضلعه ده چې د څښلو د اوبو ،د تعلیم او د صحت د مرکزونو د نشتوالي ترڅنګ د ژوند د نورو ضروتونو بشپړې اسانتیاوې نه لري .
Forum