د بلوچستان په قلعه عبدالله او پشين ضلعو کې د نشه يي توکو د توليد او د هغې د کارخانو د له منځه وړلو په موخه عمليات پيل شوي دي.
د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو د وزارت وياند رسنیو ته لیږلي خپل یو بیان کې ويلي دي د بلوچستان د کور کمانډر په لارښوونه د نشه يي توکو پرضد پیل شوؤ دې عملیاتو کې د پاکستان پوځ، ایف سي ځواک، د نشه يي توکو ضد ځواک ای اين اېف ، لیویز او نورې قانون نافذونکي ادارې برخه لري.
ویاند دعوه کړې ده چې په دې عملیاتو کې تر اوسه 2000 کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي اؤ د ترلاسه شوؤ نشه يي توکو په ګډون 3000 کیلو ګرامه کیمیکل له منځه وړل شوي دي.
د ویاند د دعوې له مخې په عملیاتو کې په 10ایکړه زمکه ولاړ د نشې توکو فصل له منځه وړل شوی دی اؤ څلور کسان هم امنیتي ځواکونو نیولي دي.
د بلوچستان حکومت د ویاند تر مخه قانون پځای کوونکو ادارو 938 کیلو خاشخاش اؤ د هغې 15 کارخانې له مینځه وړې دي.
د عملیاتو پلان د 2023 کال د اګست په 28مه د 12 قول اردو په مرکزي دفتر کې په یوه غونډه کې منظور شوی ؤ چې پکې ټولو ښکیلو اړخونو برخه اخیستې وه.
له دې وروسته د اګست په 30مه په قلعه عبدالله کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ترعنوان لاندې یوه جرګه هم شوې وه چې پکې د سيمې مشرانو په قلعه عبدالله او ګلستان کې د نشه يي توکو د کارخانو د له منځه وړلو او د نشه يي توکو د توليد د مخنيوي غوښتنه کړې وه او امنيتي ادارو ته يې د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی ؤ.
د پشين اسسټنټ کمشنر اﺭسلان چوهدﺭي وي او ای ډيوه ته وويل چي په پشين کي هم د پټو شبکو پر معلوماتو د نشه اي توکو پرضد عمليات شوي دي چي پکې په لویه کچه اومان کرسټل شيشه جوړونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
د بلوچستان ايالت دغه دوه ضلعې چې پکې د نشه اي توکو پرضد عملیات پیل شوي، له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي.
په دې وروستیو کې په سوشل میډیا ځینې داسې ویډيوګانې مخې ته راغلي دي چې پکې دعوه شوې ده په دغو دواړو سرحدي ضلعو کې په پراخه کچه نشه يي توکي کرل شوي دي.
د پاکستان د ملیشه ځواکونو يو سیمه ییز مشر وي او ای ډيوه ته وويل، دا وخت په ګلستان کي په ګلستان کاﺭيز دولنګي نوﺭک سليمان خيل سيمو کي د تيرو دوو وﺭځو څخه دغه عمليات ﺭوان دي خو په سيمه کي څه مزاحمت نه لیدل کیږي.
نوموړي وویل يوه اوونۍ مخکي د یادو سيمو خلکو ته د حکومت لخوا خبرداﺭی وﺭکړل شوی و چې د نشه اي توکو توليد باید بند کړي.
ګلستان سيمه د قبایلي دښمنيو په اړه هم مشهوﺭه ده چي له وجې یې د سيمي امنيت هر وخت ګډوډ وي.
په دغه سيمه کي په کال 2002م، بيا په کال 2007م او ورپسې په کال 2013 کي هم په غټه پيمانه د نشه اي توکو د توليد په ضد د پاکستان حکومت عمليات کړي وو.
ويل کيزي چي د دغي سيمي څخه په لویه کچه چرس، تاﺭياک او شيشه کرسټل د توليد او کرهنې نه وروسته د پاکستان نوﺭو برخو ته قاچاق کيزي چي بيا بھرنیو هيوادونو ته هم لېږل کیږي.
Forum