لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم لار په اوومه ورځ بنده، عام خلک او ډرايوران وايي د سختو ستونزو سره مخ شوي


په شپږم ستمبر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ غټه لاره، د تورخم تړل شوې پوله نن په اوومه ورځ هم بنده پرته ده، عام خلک، سوداګر او ګاډي چلوونکي وايي د پولې بندېدو ورته سخت مشکل جوړ کړی، مالي تاوانونه ورته اړوي.

د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د ايسارو مال وړونکو ګاډو ډرايوران وايي، د څښلو د اوبو، خوراک او د شپې تېرولو د ځای نشتوالي د سخت مشکل سره مخ کړي او د بار وړونکو ګاډو ودرېدو يې مالي ستونزې زياتې کړي دي.

د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونکی او د ګاډي ډرايور سپانده ګل وي او اې ډيوه ته وويل، ډېر سخت حالات دي، د داسې مشکل حال سره مخکې کله نه دي مخ شوي:

"يو زه نه، نور ډرايوران هم د سختو ستونزو سره مخ دي ځکه چې نه اوبه شته، نه د شپې ځای او نه خوراک برابر دی".

سپانده ګل زياتوي "سيمنټ مو بار کړي او د ګاډي په ټايرونو زور دی، کمانۍ او بېټرۍ یې خرابيږي په داسې ولاړه باندې، او دې سره مال خرابېدو هم امکان شته".

د تورخم پولې د تړل کېدو د لاسه ګڼ شمېر ناروغان، ماشومان او افغان مېرمنې په لواړګي بازار کې ايسارې شوي او د تلو په تمه دي.

د ننګرهار اچين ولسوالۍ اوسېدونکی خورايکښ سلطان يوسف وي او اې ډيوه ته وويل، "د شپږو ورځو نه په لواړګي بازار جومات کې پراته يو او ډېر سخت د غریبۍ سره مخ شوي يو".

هغه زياته کړه، "مريض هم يم، خرچه هم راسره نشته او نه کار شته چې يو څو پيسې وګټو او په دې جومات کې پراته يو هيځ درک نه لګي". نوموړي وويل، "سهار کې د کار د لټون د پاره ووځم خو هيڅ راته ملاو نه شي او بېرته راشم".

د پاکستان د ګمرک یا کسټم او نورو اړونده ادارو چارواکو ويلي تر اوسه پورې دوی ته د تورخم پولې د خلاصېدو په اړه هيڅ اعلاميه او امر نه دی شوی.

د تورخم پوله په شپږم ستمبر د پاکستاني ځواکونو او طالبانو د نښتې وروسته تړل شوې وه.

د خالي، شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل او په افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي.

او پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د طالبانو د بيان په ځواب کې ويلي د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او په شپږم ستمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو "بې دریغه ډزو ته لاس کړو".

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG