لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: په بلوچستان کې تر دوه میلینه زیات ماشومان له تعلیمه بې برخې دي


په بلوچستان کې د تعلیم لپارہ کارکوونکې غیرسرکاري اداره “جایکا” وایي د پاکستان په دې وروسته پاته او جګړو ځپلې صوبه کې تر دوہ میلینه زیات ماشومان له تعلیمه بې برخې دي.

د جایکا تازه رپورټ دی چې پکې ویل شوي په بلوچستان کې د لیک لوست يا خواندګۍ مجموعي شرحه 46 فيصه ده، وایي په دې کې 61 فيصده نارينه او يواځې 29 فيصده ښځينه لیک لوست کولای شي.

په بلوچستان کې د غيررسمي تعليم پروګرام چلوونکي وايي، د دوی د پروګرام مقصد د هغو ماشومانو په اړه پوهه خورول دي چې د بېلابېلو سببونو له کبله له رسمي زدکړو بې برخي دي.

د بلوچستان د غیررسمي تعلیم «نان فارمل ایجوکېشن» د ادارې مشر عمران خان وي او اې ډیوه ته وویل، د غېر رسمي تعليم پروګرام رپورټ دی چې د بلوچستان په 32 ضلوکې شاوخوا 4000 غيررسمي ښوونځي لري.

عمران خان وایي په دغو سکولونو کې تر 80 زره زياتو ماشومانو ته بنيادي زدکړې ورکول کيږي:

"د بلوچستان ابادي خوره وره او په لرې سيمو کې پرته ده، په هر ځای کې جلا جلا سکول جوړول، استادان او نور سهولتونه ورکول دا ګران کار دی، نو د غیررسمي تعليم پروګرام يې ښه بديل دی، که د دې لپاره موږ ته سهولتونه راکړل شي او مرسته راسره وشي".

د غیر رسمي زدکړو پر شمېرنو نظرساتونکی د لیک لوست د ادارې مشر وایي په راتلونکي کې یې د بلوچستان د تعلیم د شرحې لوړوالی هدف دی:

"په بلوچستان کې د جيکا اداره د غيررسمي تعليم په برخه کې مرسته راسره کوي، د تعليم د شرحې د لوړوالي لپاره مو پلانونه جوړ کړي چې د بلوچستان د خواندګۍ مجموعي کچه به له 46 تر 61 فيصده رسوو، ماشومانو ته له ليک لوست سره سره بېلا بېل هنرونه هم ور زده کوو".

رپورټونه وایي د بلوچستان په سرکاري سکولونو کې د داخلو هلکانو او نجونو شمېر شاوخوا 11 لکه 20 زره دی خو تر 20 لکه یعنې تر دوه میلینه زيات ماشومان سکولونو ته نه ځي يا له زدکړو بې برخې دي.

د 2023-24م کلونو لپاره د بلوچستان مجموعي بوديجه 750 اﺭبه ﺭوپۍ ده، په دې کې د تر لسم ټولګي پورې د تعليم د ودې لپاﺭه 12 اﺭبه روپۍ او د استادانو د تنخاوو او پینشن لپاﺭه 65 اﺭبه پينځلس کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي.

د تعليم پوهان په دې باور دې چې په بلوچستان کې د زدکړو د شرحې د لوړولو لپاره دې ته اړتیا ده چې حکومت، سیاسي ګوندونه، غيرسرکاري ادارې او مدني ټولنې په ګډه عملي ګامونه واخلي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG