لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک د پاکستان په اقتصاد ژوره اندېښنه ښودلې


نړيوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې د پاکستان په اقتصاد ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي پاکستان بايد په کر کيله، رييل سټېټ يا د ځمکو په سوداګريز کاروبار ټيکس ولګوي او خپل مصرفونه راکم کړي.

په رپورټ کې ويل شوي، په پاکستان کې د کروړونو په شمېر خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي.

نړيوال بېنک ویلي، په پاکستان کې دا وخت په لسګونو ميلينه خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي او د غربت کچه د 39 فيصده نه هم زياته شوې ده.

د پېښور پوهنتون د اقتصاد استاذه صنم وګمه وايي، غریبۍ دومره زیاته شوې چې خلک جرمونو ته اړ شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې اغلې وګمې وويل، "او چې کوم د ورلډ بېنک رپورټ راغلی نو د دې مطلب دا دی چې 95 ميلينه خلک د غربت د ليکې نه هم لاندې راغلي دي او دا خلک اوس خپلې خرچې هم نه شي پوره کولی".

هغې زياته کړه، "تاسو ګورئ نه چې د خلکو غربت دومره زيات شوی چې اوس هغوي جرمونو ته ګوتې واچولې او چا نه موبايل او چا نه نور څه نه شي اخستی".

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې ګراني مخ پر زیاتېدو ده او لوی علت يې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بره تلل، تېلو او ګېسو بيعې زياتېدل او بې روزګارۍ کچه سېوا کېدل دي.

خواريکښ مزدور کار وايي، د ورځنۍ دياړۍ دپاره ورته کار نه ملاويږي.

پېښور کې يو خواريکښ مقدر خان وايي، "يقين وکړه چې نن مې اتمه ورځ ده چې دهياړي نه ده لګېدلې اووه، اته بچي مې دي او يو زه د مزدورۍ کولو واله يمه۔، الحمدالله ماله خداۍ پاک ټولې جينکۍ راکړي دي او پريشاني ښه ډېره ده او کلي له چې لاړ نو کله يې يو نه غواړو او کله بل نه غواړو".

هغه وويل ګراني ورځ تر بلې ګرانيږي د دوی سره هیڅ د حل لاره نشته.

نړيوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې ويلي، په پاکستان کې د غربت کچه په تېر يو کال کې زياته شوې او دا کچه د 34 نه تر 39 فيصده نه هم زياته شوې او 12 ملينه نه زيات خلک د غربت ليکې نه ښکته شوي او ورځنۍ ګټه يې هم کمه شوې ده.

خورايکښ وايي په اوونۍ کې ورته يوه او دوه ورځې کار ملاوېږي په کوم چې ګزاره کول ډېر ګرانه ده.

پېښور کې يو بل خواريکښ مقدر خان په سپين جومات علاقه کې دياړي کوي وايي، "دې ټولو کسانو ته پته ده زما واړه د سخرګنۍ کره دي او چې کار ميلاو نه شي نو بيا هغوی ډوډۍ ورکوي او اوس په دې وخت کې زما کوټه نشته، بجلي راته نشته او د خپلې نيا کره مې ماشومان کښېنولي دي".

هغه زياته کړه، "زه په دې دياړۍ کې کور جوړ کړم که ماشومان وساتم، تعليم غم يې وکړو او که دارو درمل ورته راوړم".

اقتصاد پوهان وايي ترڅو چې په هېواد کې عمومي ټاکنې ونه شي او اقتصادي پاليسۍ د ولس په ګټه تمامې نه شي نو هم به ګراني زياتېږي او نور خلک به د غربت د ليکې لاندې لاړ شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG