لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې میشته افغان هنرمنده کاینات وایي که بېرته افغانستان ته ولېږل شي طالبان به یې ووژني


افغان هنرمنده کاینات
افغان هنرمنده کاینات

د پاکستان د نګران مرکزي حکومت هغه پرېکړې چې وایي له دې وروسته به له ګاونډي افغانستان څخه ټول خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر په قانوني ویزه ورځي، افغان هنر منده مېرمن کاینات او د هغې کورنۍ اندېښمنه کړې ده او کاېنات وايي که بېرته ولېږل شوه نو انجام به يي د طالبانو له لاسه مرګ وي۔

سندر غاړې کاینات د خپلو پنځوؤ بچيانو سره د پاکستان په سر ښار اسلام آباد کې ژوند کوي.

هغه په کال ۲۰۲۱م کې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډواله شوې وه، خو اوس وايي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ویستلو وروستۍ پريکړې اندېښمنه کړي ده۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي، لومړی به له طالبانو وېرېدله او کله چې پاکستان ته راغلې ده نو اوس له پوليسو ویریږي.

"کله چې بهر سود سودا اخستو له وځم نو وېده بچيان هم له ځان سره بوځم. دا فکر مې مل وي هڅې نه چې پولیس ما ونيسي نو بچيان مې يوازې او بې خبره پاتې نه شي".

په اسلام اباد کې د وزیر اعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ کې له یوې غونډې وروسته د کورنیو چارو نګران وزیر ښاغلي سرفراز بګټي د نهې- سه شنبې په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې غېر قانوني کډوال به له هیواده ویستل کېږي.

که پاکستان دافغان کډوالو د ستنولو ګواښ عملي کوي نو امکان دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته، پاکستان ته کډه شوي په لسګونو زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته په ستنېدو مجبور شي.

ښاغلي بګټي د نورو هېوادونو د غېر قانوني کډوالو په اړه کومې شمېرې ورکړي نه دي خو د هغه په اندازه په پاکستان کې د غېر قانوني افغان کډوالو شمېره د ۱.۷ ملینه پورې ښودل شوې ده.

سرفراز بګټي وایي "په دنيا کې زمونږ ملک يوازینی هېواد دی چې خلک ورته بغېر له قانوني اسنادو او پاسپورټ راځي. خو اوس مونږ فېصله کړې ده چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به زموږ هېواد ته هېڅ څوک د پاسپورټ او قانوني وېزې پرته نه ننوځي"

دهغه په خبره"له دې نېټې څخه مخکې مونږ افغانانو ته اجازه ورکوو چې د اکتوبر د لومړې نېټې څخه به تر 31 نېټې الېکټرانيکي تذکره پکار راځي او بيا وروسته به پاسپورټ او قانوني ويزه کارول کیږي"

د بخښنې نړيوال تنظيم يا ايمنسټي انټرنېشنل هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د حالت په اړه د نړيوالې ټولنې په بې غورۍ سخته اندېښنه ښودلې ده او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دنړيوالې ادارې ویاند قیصر اپریدي ډيوه سره خبرو کې ويلي چې یو این ایچ سي ار به دا مسله د پاکستان حکومت سره پورته کوي.

ښاغلی اپریدی وایي ،کو خلک چې په دې ورستيو کې پاکستان ته کډوال شوي دي هغوي کې داسې خلک شته چې د هغوي ژوند ته په افغانستان کې خطر کېدای شي:

"موږ به د پاکستان حکومت سره هغوي لپاره خبره کوو چې دوي لپاره دې داسې تګلاره جوړه کړی شي چې د دوي ستونزې هوارې شي".

په دې وروستيو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په پېښو کې د اضافې وروسته د پاکستان او په افغانستان د واکمنو طالبانو دحکومت ترمينځ تعلقات خراب شوي او پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې پټ پاکستان مخالفې ترهګرې ډلې دا حملې کوي خو افغان طالبان دا تورونه په تکرار سره ردوي او وايي په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی او افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري۔

خو د پاکستان اؤ دطالبانو د حکومت لخوا ددې بیانونو له وجې دلته په پاکستان کښې د میشت افغان کډوالو په ژوند څه مثبت اغیز نه دی شوی اؤ کاینات وایې چې ورته خپل هنر خطر جوړ شوی دی.

هغه وایي باید د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي آر يي بل کوم دريم هيواد ته په تګ کې مرسته وکړي.

د هنرمندې کاینات په خبره "زه نه غواړم چې بچيان مې هم لکه زما هنرمندان شي. زما حال ته وګوره چې څومره خراب دی. وېره کې ژوند کوم، خوب او ارام مې ګډ وډ دی"

اګست کال 2021م کې چې کله طالبانو یو وارې بیا په افغانستان اقتدار په زوره ونیولو نو په موسیقۍ اؤ هنري فعالیتونو یې بندیز اعلان کړو اؤ په مطبوعاتو کې داسې ګڼ شمیر رپورټونه مخې ته راغلي چې دطالبانو د امر باالمعروف والنهي عن المنکر ادارې په بیلابیلو ولایتونو کې هنرمندان نیولي،شکنجه کړي اؤ یا یې هم په مرموزه توګه وژلي دي.

دا مهال د افغانستان نه د زرګونو په شمیر هنرمندان پاکستان اؤ د نړۍ نورو بیلابیلو هیوادونو ته تښتېدلي دي اؤ په پاکستان کې میشت افغان هنرمندان وایي چې ویره ورسره ده که دلته ونیول شي اؤ دوي یې بېرته طالبانو ته په لاس ورکوي نو ژوند به یې خوندي پاتې نه شي

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG