لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو ملت پالو او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د افغانانو په زوره ویستل له بشري حقونو سرغړونه بللې ده


د پاکستان پښتون ملت پالو او مذهبي ګوندونو د هیواد بېلابېلو برخو کې په غېرقانوني توګه د مېشتو خلکو، په ځانګړې توګه دافغانانو په ضد روان عمليات له بشري حقونو سرغړونه بللې ده او ويلي یې دي بايد افغانان په زوره ونه ويستل شي.

د پاکستان حکومت ويلي په هېواد کې مېشت هغه خلک به ويستل کېږي کوم چې په ناقانونه توګه اوسېږي او دا پرېکړه يوازې د افغانانو په ضد نه ده شوې بلکې نور په ناقانونه توګه مېشت خلک به هم ويستل کيږي.

د پښتنو ملت پالو او مذهبي ګوندونو مشرانو د پاکستان د حکومت له لوري د قانوني اسناد نه لرونکو بهرنیو وګړو د ويستلو په اړه شوې پرېکړه غندلې او ويلي یې دي په روانو عملياتو کې يوازې پښتانه په نښه کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان وایي که افغان مهاجرينو ته دلته د ژوند تېرولو موقعه نشته نو بيا د کشمير او هندوستان مهاجرينو ته هم دا موقعه نشته او بيا اسامه بن لادن ته هم دلته د اوسیدو موقعه نه وه ورکول پکار او د هغه اولاد ته هم دلته د اوسېدو اجازه نشته.

اېمل ولي خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل: "زه ستاسو سره منلو ته تيار يم چې کوم مهاجرين افغانستان نه راغلي دي هغوي دې بېرته ستانه کړی شي ليکن دا خبره ياد ساتئ چې مهاجرين يوازې د افغانستان نه دي".

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر په دریمه ویلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت خلک د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ (خالي/شنبې) پېښور کې یوې غونډې ته وینا کې ويلي هغه د نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو ته دعوت ورکوي چې راشي او وګوري چې په پاکستان کې د انساني حقونو په هکله د افغان مهاجرينو سره څه روان دي؟

نوموړي ووېل دلته يوازې افغان مهاجرين ژوند نه کوي بلکې نور خلک هم پراته دي او ژوند کوي.

د مولانا فضل الرحمان په خبره، په ظاهري توګه خو داسې ويل کېږي چې کوم خلک په هېواد کې په ناقانونه توګه اوسيږي هغه دې ووځي، په ناقانونه توګه ملک کې اوسېدونکي خلک يوازې پښتانه نه دي خو لاس يوازې په پښتنو واچولی شو، او بيا د جايز او ناجايز هيڅ توپير ونه ساتلی شو.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ اؤ د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق ترڅنګ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د افغانانو پرضد روان عمليات غندلي او ويلي یې دي په سیند او نورو ځايونو کې افغانان ځورول کېږي او په زوره ويستل کيږي.

محمود خان اڅکزی وایي "مونږ دې ته هم مجبوره يو چې په کراچۍ او ګرده پښتونخوا کې به د پښتنو او د افغانانو د بې عزتۍ په ضد تحريک پېل کوؤ، مونږ سینديانو ته او بلوڅو ته هم وايو چې افغانانو څه کړي دي او افغانانو زمونږ تجارت ته لويه ګټه رسولې ده".

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايي په تېرو پينځو ورځو کې د اسلام اباد او پنجاب صوبو د بېلابېلو ښارونو نه د راويستل شوؤ افغانانو ۳۰۰ نه زياتې کورنۍ د تورخم د لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دې ورستو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ پېښو کې د اضافې وروسته د پاکستان او په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ترمنځ اړېکې خرابې شوې دي او د پاکستان حکومت تور لګوي چې پاکستان مخالف وسله وال د برېدونو لپاره د افغانستان مځکه کاروي خو افغان حکومت دا تورونه په بيا بيا ردوي.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب د غېر قانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سياستوالو او ديني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو راوګرځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې."

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG