افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د وسله والو په ضد عملیات کړي او د پوځ په وینا د عملیاتو په مهال نښته کې یو پوځي عسکر اوشپږ ترهګر وژل شوي او اته نور ترهګر ژوبل شوي دي .
ځايي خلک وايي د وسله والو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې درې ځايي کسان وژل شوي، یو ژوبل شوی او په ګڼ شمیر کې کسان امنیتي ځواکونو د پلټنو د پاره نیولي او د ځان سره وړي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار د خالي-شنبې په شپه نا وخته ویلي دا نښته تېره ورځ په میرعلي سیمه کې شوې ده.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي امنیتي ځواکونو ته کره مالومات تر لاسه شوي وو چې د میر علي په حیدر خېل سیمه کې لسو نه د پینځلسو پورې وسله وال موجود دي چې د برید پلان جوړوي.
سرچینو وویل عملیاتو کې توپې او هیلي کاپټرې هم کارول شوې دي.
دپوځ بیان کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو تېره ورځ دشمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو په ضد عملیات کول چې د ترهګرو اؤ پوځيانو ترمنځ یوه سخته نښته شوې ده.
پوځ ویلي نښته کې د بلوچستان د نصیر اباد سیمې 33 کلن یو عسکر عبدالحکیم وژل شوی دی .
په بیان کې پوځ د شپږو ترهګرود وژلو دعوه کړې او ویلي یې دي اته نور ژوبل شوي دي.
د پوځ بیان کې د وژل شوي ترهګرو پېژندګلو نه ده ښودل شوې .
پوځ دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو څخه یې وسلې ترلاسه کړي او دوی په وروستیو کې په امنیتي عسکرو د بریدونو، د ځایي خلکو په هدفي وژنو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې شوي وو.
له ازادو سرچینو دا دعوې نه دي تصدیق شوې.
آی ایس پی ار ویلي امنیتي ځواکونو په سیمه کې په موثره توګه د ترهګرو د ځالې درک لګولی دی اؤ سیمې نه د ترهګرو ختمولو لپاره د پاکونې عملیات روان دي.
پوځ پخپل بیان کې هوډ ښکاره کړی چې د ترهګرۍ لعنت ختمولو ته یې حوصلې لوړې دي اؤ د پوځیانو دغسې قربانۍ یې حوصلې نورې هم لوړوي.
تحریک طالبان پاکستان هم پخپل یو لنډ بیان کې امنیتي ځواکونو ته د سخت زیان اړولو دعوه کړې ده.
خلک وايي دعملیاتو پرمهال د علاقې ټولې لارې تړل شوې او کرفیو لګول شوې وه .
د دوی وینا ده د نښتې پرمهال درې ځايي کسان وژل شوي، یو ژوبل شوی او په ګڼ شمیر کې کسان امنیتي ځواکونو د پلټنو د یاره نیولي دي .
د ملي جمهوري ګوند صوبايي ترجمان جمال داوړ په فیس بک پاڼه لیکلي عملیاتو کې یو ځل بیا ځايي خلکو ته زیان اوښتی د ادریس، مبارک او حساب په نومونو کسان پکې وژل شوي، عارف ژوبل شوی او د دوی د ګوند دفعال سلام خان په ګډون ګڼ کسان نیول شوي دي .
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده خو د ترهګرو ډلو لخوا د بریدونو تر څنګ امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت دعوې کوي چې د قبایلي ضلعو په ګډون یې ګرد هیواد کې د ترهګرو ډلو اؤ دهغوي د همکارانو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات چټک کړي اؤ په دې عملیاتو کې وسله والو ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.
پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې دترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتي ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لوړه شرحه ده.
Forum