د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په وخت د ویجاړ کړل شوو دوکانونو مالکانو د نهې، سې شنبې په ورځ د احتجاج د لارې غوښتنه کړې، حکومت چې د دوی سره کوم تاوان منلی هغه دې ورته سمدستي ورکړي.
احتجاج د ځايي انتظاميې سره د خبرو اترو وروسته ځنډول شوی او احتجاج کوونکو ته د تاوان ورکولو ژمنه تازه کړی شوې ده.
احتجاج کوونکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوی سړک د ګاډو د تګ راتګ په مخ تړلی او ويل یې، د ضرب عضب عملیاتو کې ورته د اربونو روپیو تاوان اوښتی خو تر اوسه ورته معاوضه نه ده ورکړل شوې.
يو دوکاندار انور حسېن ويلي،"زمونږ سره حکومت یو نیم اربه روپۍ منلي او او دوه اربه نورې پاتې دي هغه غواړو چې کاروبار پرې روان کړو مونږ څه خیرات نه غواړو"، هغه وويل دا هغه پېسې دي چې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال حکومت د دوی دوکانونه ویجاړ کړي وو.
احتجاج کوونکو وويل، د ځايي انتظامیې یو پلاوي دوی سره لیدلي چې د غوښتو منلو باور یې ورته ورکړی او د هغې وروسته یې احتجاج تر يوې اوونۍ ځندولی دی.
تېره میاشت د صوبې لنډمهاله حکومت د پوځي عملياتو له امله اغیزمنو د شمالي وزیرستان دوکاندارانو ته د یو نیم ارب روپو ورکولو منظوري ورکړې وه، خو احتجاج کونکي وايي تر دې مهال یې دا ژمنه نه ده عملي کړې.
يو بل تن شېر محمد وايي، "مونږ پېښور او اسلام اباد ته څو څو ځله خپل فریاد یوړو خو چا وا نه وریدو ځکه مجبور شوي او سړکونو ته راوتلي وو چې دوی ته پام وګرځول شي مونږ وزیر اعظم او د پوځ مشر ته خواست کووو چې زمونږ سره د مرستو کومې ژمنې شوي دا دې فوري عملي کړي".
انتظامیه د دوی تاوان تايید وي او د مرستیال کمشنر ظهوراپریدي دفتر چارواکي وايي احتجاج کونکو سره خبرې کامیابې شوې او په یوه اوونۍ کې به دوی ته د مرستو چیکونوورکولو لړۍ پیل شي.
وایي د میرانشا بازار د 6969 دوکاندارانو تاوان منل شوی او دې نه وړاندې نزدې 2500 دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي.
هغه وخت په کال 2020 کې په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ویلي وو د کومو دوکاندرانو چې د یو نه تر لسو لکو روپو پورې تاوان شوی دی هغوي ته به درې درې لکه ، د چا چې د11 نه تر30 لکو پورې تاوانونه شوي دي هغوي ته به د اوو نه تراته لکو پورې معاوضه او د کومو کاروباریانو چې د 30 لکو نه زیات تاوانونه شوي وي هغوي ته به 14 ,14 لکه روپۍ معاوضې ورکول کیږی.
دوکانداران وايي د ضرب عضب عملیاتو پرمهال دوکانداران په کروړونو روپو تاوان سره مخ شوي او که حکومتي چارواکي د هیلو او بهانو نه کار نه اخلي دوی به بیا دا پرلت پېل کوي.
په احتجاج کې شامل ثناالله وايي، "مزاکرات کامیاب شوي انتظامیې لخوا یوه اوونۍ وخت غوښتل شوی زمونږ د کروړونو روپو تاوان شوی دوکانداران تر پورونولاندې کاروبار نشته خو که انتظامیه دا ځل د شوو ژمنو نه په شاه شوه بیا به سخت احتجاجونه پېل کوي".
په شمالی وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې دوسله والو پرضد عملیات کړي خو ځایي خلک وایي د عملیاتوپرمهال د عام ولس کورونه،بازارونه او مارکیټونه وران کړل شوي دي.او د دغه تاوان ترلاسه کولو د پاره بیا بیا احتجاجي مظاهرې کوي.
Forum