لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک اؤ ډيره اسماعیل خان کې په پولیسو د وسله والو بریدونو کې یو پولیس افسر سخت ژوبل شوی دی


د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې پولیس چارواکي وايي بېګا د شپې ګومل سیمه کې وسلوالو یوه درنه حمله کړې چې پکې د پولیسو افسر سخت ژوبل شوی دی.

د ډیره اسماعیل خان پولیس هم وايي په کلاچي سیمه کې د پولیسو په تاڼه لسګونو وسله والو برید کړی خو حمله کې پولیسو ته هیڅ ځاني زیان نه دی اوښتی.

د ټانک ضلعې دپولیسو مشر سید افتخار علي شاه وايي ترهګر د شپې نا وخته ګومل تاڼې ته ورغلي او ناتاره ډزې یې پرې کړي‌ خو پولیس دهغوي برید ته په وخت کوټلی ځواب ویلی اؤ په ځوابي کارروایۍ کې یې دغه ترهګریز برید په شا تمبولي دی.

د پولیس افسر په خبره د وسله والو په ډزو د پولیسو افسر ایس ایچ او اصغر وزیرسخت ژوبل شوی او دعلاج لپاره د ډیره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

د روغتون سرچینې وايي د ترهګرو برید کې د ژوبل شوي پولیس افسر د مرۍ عملیات شوي او حالت یې د خطرې نه بهر دی.

پولیس وایي وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته لیږل شوي او ټوله سیمه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پیل کړل شوي دي.

د ډیره اسماعیل خان ضلعه کې هم د پولیسو په تاڼه بیګاه دخالي یا شنبې په شپه ترهګرو یوه درنه حمله کړې ده خو پولیس وایي چې په ځوابي کارروایۍ کې یې ترهګر پشا تمبولي اؤ حمله کې پولیسو ته هیڅ ځاني زیان نه دی اوښتی.

پولیس وايي دا برید وسله والو د کلاچۍ په پولیس تاڼه کړی دی.

د کلاچي تاڼې چارواکو وویل چې د برید په مهال وسله والو په پولیس تاڼه ناتاره ډزې کړي اؤ هم یې پرې لاسي بمونه غورځولي دي خو وایي پولیس هم دغه برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي ډزو کې وسله وال تښتېدلي دي.

تحریک طالبان پاکستان پخپل یو لنډ بیان کې ددې برید پړه پر غاړه اخستې ده.

ځايي خلک وايي د تیرې یوې میاشتې نه پرله پسې په سیمه کې د پولیسو په تاڼه او څوکۍ بریدونه کیږي.

د اکتوبر په څلورمه په یاده پولیس تاڼه توندلارو د لاسي بم برید اؤ ډزې کړې وې او هغه وخت هم پولیسو ویلي ووپه دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

او بیا په نهم اکتوبر په هتهاله سیمه کې د کلاچي تاڼې په پوليس پوسته بريد کې يو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ټپيان شوي وو.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د توندلارو بریدونه چټک شوي چې پکې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG