لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان: پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو اړوند قوانین شته خو پالیسي باید عملي کړل شي


د خېبرپښتونخوا د ماشومانو د ژغورنې او ښېګړې کمېشن او يونېسيف په شريکه په پېښور کې تېره ورځ يوه دستوره راجوړه کړې وه چې پکې د ماشومانو د ژغورنې په هکله په جوړېدونکي پاليسۍ بحث وشو۔

قانون پوهان وايي په خېبرپښتونخوا کې او ملکي کچه د ماشومانو دحقونو په اړوند قوانين وړاندې نه جوړ کړی شوي خو عملي کولو د پاره يې هڅې پېل کول پکار دي.

د ماشومانو د حقونو د فعالینو وینا ده چې په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د ژغورنې په هکله وړاندې نه قوانين شته او د پاليسۍ جوړولو سره به نورې حکومتي ادارې هم خپل کردار او ذمه وارۍ وپېژني او د ماشومانو حقونه به خوندي کړی شي۔

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو دحقونو فعال عمران ټکر وایي، دې کې شک نشته چې د ماشومانو د ژغورنې په اړه ستونزې رامخې ته کېږې خو دې سره د پاليسۍ په جوړولو باندې هم کار روان دی، قوانين، ضابطې او کمېټۍ جوړېږي اؤ دا ددې څرګندونه کوي د ماشومانو حقونو اوس پام راګرځېدلی دی.

قانون پوه افتخارحسين سمندر وي او ای ډيوه ته وایي "دلته کې د ټولنې د تربيې موقعې ډېر کمې دي تر څو مونږ ټولنې وښايو چې په انفرادي توګه مونږ لږ لګیا يو خو اجتماعي توګه باندې کار کول دي او بيا ماشوم ته دا وښايو چې ستا دا حقونه دي ".

د نوموړي په وینا که چرته په ټولنه کې لویې کسان دا وګوري چې په يوه ځای کې د ماشوم له حقونو سرغړونه کيږي نو بايد هغه معلومه وي چې د ماشومانو حقونه څه دي او څنګه به دا عملي کیږي؟

د ماشومانو دحقونو د پاره کارکوونکی غیر دولتي سازمان ساحل په خپل يو راپور کې ويلي، سږ کال د جنورۍ نه تر جون مياشتې پورې ۲،۲۲۷ ماشومان په ټول هېواد کې د جنسي تيرۍ يا زياتي ښکار شوي دي۔

د حکومتي ادارو چارواکي وايي د ماشومانو د حقونو خوندي کولو په اړه پاليسۍ جوړولو سره به د هغوي پرضد د تشدد او نورو پېښو کې کمی راشي۔

د خېبرپښتونخوا د ماشومانو ژغورنې او ښېګړې کمېشن مشر اعجاز محمد خان ډيوه سره خبرو کې ویلي د ماشومانو د حقونو خوندي کولو په اړوند پالیسۍ سره به د ماشومانو پرضد کېدونکو پېښو کې ډېر کمی راشي.

هغه وایي د ماشومانو د خوندي کولو لپاره چې څومره د ادارو له خوا کردار او کار کول واضحه کېږي او دهغوي ترمينځ تماسونه پیاوړي کیږي نو د ماشومانو ستونزې به هم ورسره کمېږي۔

د اعجاز محمد خان په وینا،که هر يوه اداره د ماشومانو د حقونو په اړه خپل کردار لوبول پېل کړي نو خودبخود په ماشومانو د جنسي تیري،سره تشدد اؤ دهغوي د حقونو د پامالۍ مخه ونیول شي.

ساحل په خپلو شمېرو کې ښيي چې ماشومانو سره د جنسي تيرۍ يا زياتي ۷۴ فيصده، ۱۶۴۸ پيښې د پنجاب نه او درې فيصده يعني ۷۴ پېښې د خېبرپښتونخوا نه په تېرو شپږو مياشتو کې رپورټ شوي دي۔

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG