لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره اسماعیل خان:د پولیسو په کیمپ د وسله والو برید کې یو عسکر وژل شوی


د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعه ډيره اسماعيل خان کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز یا کیمپ برید کړی چې د پولیسو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی دی.

د ډیره اسماعیل خان پولیس دا پېښه تاید کړې ده اؤ وایي چې سي پیک ته نزدې په یارک سیمه کې نامالومه وسله والو د پولیسو په یو مرکز لومړی راکټ داغلی او بیا یې ناتاره ډزې کړې دي.

د ډیره اسماعیل خان د پولیسو دمشر عبدالروف بابر قیصراني د دفتر چارواکي وايي د وسله والو په برید کې د شیر عالم خان په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

سرچینې وايي وسله والو د برید پرمهال یارک سیمه کې د ټول پلازې عمله يرغمال کړې او له هغوي یې نزدې د څلورو لکو نه زیاتې روپۍ چور کړې دي۔

ځايي خلک وايي په سیمه کې تر زیاته وخته دوه اړخیزه ډزې روانې وې او د دې ترڅنګ د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د يارک تاڼې چارواکي وايي د پوليسو په کيمپ کې د برید پرمهال د ۱۵ تر ۲۰ پوليس موجود وو خو نورو ته پکې زیان نه دی اوښتی هغوي ټول خوندي دي.

د ډیره اسماعیل خان دپولیسو مشر یا ډي پي او عبد الروف بابر قیصراني وايي پولیسو د وسله والو برید ته چټک ځواب ویلی دی اؤ د سختو ځوابي ډزو له امله ترهګر تښتیدلي دي.

هغه ویلي دا مهال د یارک په شاوخوا سیمو کې د لټون عملیات روان دي .

یارک د ښار نه نیزدې ۳۰ کلومیټره لرې پېښور ته غځېدلې په اڼډس هاي وی شمال لودیځ سیمه ده اؤ
له دغه ځايه اسلام اباد ته هم د سي پیک لار غځیدلې ده .

تر دې مهاله د برید زمه واري کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

ځايي خلک او په خپله امنیتي چارواکي مني چې په دې ورستیو کې خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو فعالیتونه سیوا شوي دي.

د حکومتي چارواکو وینا ده چې د وسله والو په بریدونو کې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

روانه اکتوبر میاشت کې یوازې ډیره اسماعیل خان ضلعې کې په پولیسو څلور بریدونه شوي دي،

لومړی برید د اکتوبر په څلورمه په کلاچي سیمه کې د پولیسو په تاڼه شوی ؤ چې دغلته تندلارو د لاسي بم برید اؤ ډزې کړې وې او هغه وخت پولیسو ویلي ووپه دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په نهم اکتوبر په د ډيره اسماعیل خان په هتهاله سیمه کې د کلاچي تاڼې په پوليس پوسته بريد کې يو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ټپيان شوي وو.

په ۲۱م اکتوبر هم وسله والو په کلاچي تاڼه برید کړی و خو څه مرګ ژوبله پکې نه وه رامینځ ته شوې

د دغه بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وې

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG