لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کورمه کې په نهمه ورځ هم فرقه ييزه شخړه دوام لري


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې د سني او شیعه فرقو ترمنځ خونړۍ نښتې په نهمه ورځ هم دوام لري، د ځایي امنیتي چارواکو په وینا په دې نښتو کې تراوسه پورې 39 کسان وژل شوي او نزدې د 100 پورې نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وينا د قامي مشرانو جرګې په مشرۍ د اوربند د منځګړیتوب لپاره هڅې روانې دي او دا مهال په بالیش خېلو کې اور بند شوی دی.

ځايي امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته وویل تازه یې د دواړو فریقو نه مورچې خالي کړې او امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.

نښتې روانې دي

ځایي خلک او حکومتي چارواکي وايي دا مهال د کورمې په څلورو نورو ځایونو کې نښتې لا دوام لري چې پکې د ډزو ترڅنګ غټې وسلې کارول کیږي. دوی وايي دا نښتې، پیواړ، پاړه چمکني، کړمان او تري منګلو کې روانې دي.

په سیمه کې د اوربند دپاره جوړه دغه جرګه چې د هنګو، کوهاټ او اورکزو په قامي مشرانو مشتمله ده د علاقې حکومتي سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل تیره ورځ یې پاړه چنار سیمه کې د شیعه مسلک مشرانو سره لیدلي او د هغې وروسته نن د کوزې کورمې سدې سیمې ته تللې او هلته یې د سني مسلک مشرانو سره خبرې کړې دي.

سرچینې وايي د شیعه مسلک خلکو جرګې ته په دې نښتو کې د وژل شوو 31 کسانو نوملړ وړاندې کړی خو د سني مسلک د وژل شوو کسانو شمېره مخې ته نه ده راغلې.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د په دې نښتو کې 39 کسان وژل شوي او نزدې د 100 پورې ژوبلېدو دوی ته کره معلومات ترلاسه شوي دي.

ځینې سرچینې وايي تر دې وخته دواړو خواو ته تر 60 زیات کسان وژل شوي دي.

د اوربند دپاره خبرې

د سیمې نه قامي پارلیمان پخوانی غړی او په تیر حکومت کې مرکزي وزیر ساجد حسین توري وايي مشرانو سره خبرو کې پرمختګ شوی او لومړی په اور بند رضا شوي دي ورسته به بیا د دوی ترمنځ د جګړې حل لاره لټوي.

د ځايي انتظاميې چارواکي تاييدوي او وايي جرګه دا مهال بالیش خېلو کې اوربند کړی او دې نه وړاندې بیا د اوربند د پاره کړمان سیمې ته ستنیږي او هلته به د جرګې په پریکړه مورچې خالي کولی شي.

د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر سید سیف اسلام شاه دفتر چارواکي وایي کونج علیزۍ ، غوڅ ګړۍ او بوشارو کې دې نه وړاندې اوربند شوی وو.

په کورمه کې وروستۍ شخړه

په کورمه کې د جولايۍ په میاشت کې د ځمکو د ملکیت په سر د شیعه او سني تر مینځ خونړۍ جګړه پېل شوې وه خو دې تازه شخړې تر اوسه علت مالوم نه دی.

درې ورځې وړاندې انتظامیې ویلي وو د اکتوبر په 23 مه شلوزان سیمه کې وروسته له هغې نښته پیل شوې چې نالومه کسانو د شیعه مسلک سره تړاو لرونکو خواريکښو باندې برید وکړو چې پکې دوه خواريکښ ووژل شول او ورسره په سیمه کې د شیعه او سني ترمینځه خونړۍ نښته پیل شوه.

د ځايي خلکو ستونزې

د نښتنو له امله ضلعې ته غځېدلې د تګ راتګ لارې تړل شوي موبایل او ټیليفون سروسونه ځنډول شوي او د سختې جګړې له امله خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي چې د پینځو لکو نه زیاتې ابادۍ علاقه یې سخته اغېزمنه کړې ده.

ځايي خلک وايي د شخړو له امله د یوې اوونۍ څخه عادي ژوند ګډوډ شوی دی.

د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې مزدوري کونکی د کورمې بوشارې سیمې اوسېدونکي اورنګزیب وویل په علاقه کې یې جګړه روانه ده، د کور سره یې رابطه نه کیږي چې کورنۍ به یې په څه حال وي.

وي او اې ډيوه ته یې ویلي دې نه وړاندې یې پلار هم په داسې جنګ کې وژل شوی اوس اندیښمن دی چې دوی ته نور د مرګ ژوبلې زیان نه وي اوښتی.

هغه وویل علاقه یې وروستو پاتې ده ماشومان بې تعلیم کیږي او د جنګونو ژوند یې مشکلات سېوا کړي دي.

د سيمې اوسیدونکي وايي د لارو بندیدو په وجه د خوراکي توکيو او درملو له سخت کموښت سره مخ دي او د سیلولر شبکو او انټرنیټي خدماتو د بند پاتې کیدو سره، ضلعه په بشپړ ډول رابطې قطع شوي دي.

د ملتان بهاوالدین زکریا پوهنتون یو زدکونکی مرتضی وايي د علاقې سره یې رابطه پرې شوې او ځايي خلک له بهرنۍ نړۍ څخه جلا کوي.

هغه وویل د علاقې په اړه اندیښمن دي چې پکې د مرګ ژوبلو خبرونه ترلاسه کوي او جګړه لا روانه ده چې پکې درنې وسلې کارول کیږي. هغه زیاته کړه د دوی په زدکړو یې بدې اغیزې کړي دي.

په شخړه خاموشي او غبرګون

ځايي خلک وايي پاکستاني مطبوعاتو کې دې ستونزې ته ځایی نه ورکړل کیږي.

او صوبایی او مرکزي حکومتنو لخوا پرې څه نه دي ویل شوي. خو په ټولنیزو رسنیو او پښتون قام پاله سیاسي ګوندونو يادې شخړې ته سخت غبرګون ښودلی او د غندنې ترڅنګ يې په انساني ناورین سختې نیوکې کړي دي.

د پي ټي ایم مشر منظور پشتین په ایکس (پخواني ټویټر)ویلي "په بره کورمه کې اوس هم جګړه روانه ده، انټرنېټ بند دی، خلک په کورونو کې بند پاتې دي او کاروبار یې هم سخت اغېزمن شوی دی".

نوموړي زياته کړې، "هغه تړون چې حکومت یې ښکاره کوي دا یوازې د کوزې کورمې د څو سیمو پورې محدود دی.د انتظاميې څخه غوښتنه کیږي چې زر تر زره دې ستونزه حل کړي، که ستونزه هواره نه شوه نو د سولې له پیغام سره به کورمې ضلعې ته لاړ شو".

حکومتي چارواکي وايي هڅه کوي چې په سيمه کې امن په ځای کړي، او د لویې جرګې په هڅو کې د پایداره اوربند او د خلکو د کړاوونو کمولو لپاره هیلې پیدا شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG