د خېبر پښتونخواه په جنوبي ضلع ټانک کې د بیټني قبیلې مشرانو په جرګه کې د ناامنۍ زیاتیدونکي پېښو غندنه شوې او د حکومت نه یې په سیمه کې د امنیت ټېنګولو غوښتنه کړې. دغه مشرانو زیاته کړې په خپله خاوره نوره ناامني نه شي زغملی.
په دغه سیمه کې د خالي/ شنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې د پولیسو یو افسر په ګډون درې اهلکار وژل شوي او د یو لاریوي په کډون څلور نور ژوبل شوي وو. یاده پېښه د ټانک په شاه سیمه کې شوې.
د ډیره اسماعیل خان ډویژن د پولیسو مشر ار پي او ناصر محمود ستي په دې پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو هوډ ښکاره کړی او زیاته کړې یې ده چې د وژل شوي کسانو کورنۍ به یواځې نه پریږدي او هر قسمه مرستې به یې کوي.
خو د جرګې مشرانو ویلي په ټانک ضلع کې د بیټنو سیمه د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د جګړې میدان جوړ شوی چې پکې عام ولس ځپل او ځورول کیږي. دوی زیاته کړې ناامنۍ د دوی ژوند ستونزمن کړی او د هیواد د نورو خلکو په څیر عادي ژوند نه شي کولی.
دغه جرګې ته د وینا پرمهال یو تن حاجي لال بادشاه وویل په دې ورستیو کې د ناامنۍ زیاتې پېښې د ټانک ضلعې په بیټني سرکل کې شوي چې د علاقې په کاروبار او عادي ژوند یې بدې اغیزې کړي. د حاجي لال بادشاه تر مخه د فاټا مرجر ورسته دوي په ټانک ضلع کې شامل کړل شوي او دوي د ضلعې د نیمايي نه زیاته ابادي لري، خو سیمه یې وروسته پاتې کړل شوې او تر دې مهال د بجلۍ، ګېس، هسپتال، کالج او د سړک په ګډون نورې اسانتیاوې نه لري.
د نوموړي په وینا چې خلک یې غریبانان او د ګټې وټې یواځینۍ لار یې کرکیله ده په موجوده حالاتو کې په خپلو سیمو پرېښودلو مجبوره شوي. په دغه جرګه کې د سیاسي ګوندونوغړو او د سیمې ټاکل شوو غړو تر څنګ د پاکستان په میډیا هم نیوکې شوي څوک چې د دوي په وینا د بد امنۍ په ستونزه چوپه خله دي.
په ټانک ضلع کې د بیټنو علاقه د جنوبي وزیرستان سره پولې لري چې زیاتره پکې ګڼې ځنګلې دي او دغلته حکومتي واک اختیار د نشت برابر دی. پخوا دغه سیمه نیمه قبایلي علاقه شمارل کیدله چې انتظام یې د مرکزي حکومت سره وو.
جرګې ته په وینا کې یو بل مشر ملک اکبر علي وویل په خپله سیمه کې کله په دې نیول او ځورول کیږي چې وسله والو ته مو ډوډۍ ورکړې او کله یې بیا په دې سرونه پرې کېږي چې پوځ ته جاسوسي کوۍ. نوموړي زیاته کړې سکولونه او هسپتالونه تړل شوي، کاروبارونه ختم شوي او په مرستندویه ادارو کې د سیمې ځوانانو ته کارونه نه ورکړل کیږي، ملک اکبر علي تور لګولی چې په سیمه کې ژوند په ټپه ولاړ دی او د سیمې خلک د پړانګ او ګړانګ په منځ کې نښتي دي.
دغه مشر په انتظامیه تور لګولی چې دا هر څه ویني خو چپه خوله دي.
ملک اکبر علي وړاندې ویلي که حکومت دوی ته ښه ژوند نشي ورکولی خو د دوی ماشومان دې په نورو سیمو کې د پالش په کولو نه مجبوره وي. د هغه وینا وه چې دغلته ناامني دې ځایې ته را رسېدلي چې په شخصي دوښمنیو کې خلک د ریاست نه د تحفظ غوښتلو په ځایی د علاقې با اثره خلکو سره یو کیږي ځکه چې حکومت دوی ته تحفظ نه شي ورکولی.
د سیمې یوې امنیتي سرچینې وي او ای ډیوه ته وویلي په دې ورستیو کې وسله والو ته په ټانک ضلع کې پراخه ضربونه ورکړل شوي او په ځايي خلکو یې غږ کړی چې د وسله والو نه دې ډډه وکړي. دوي ته دې په کورونو یا د ابادۍ په سیمه کې پناه ځایونه نه ورکوي او چې دوی ته کوم مالومات کیږي امنیتي ادارو سره دې شریک کوي.
یادې سرچینې تور لګولی چې وسله وال په جماعتنونو یا د ځايي خلکو سره پناه اخلي خو چې کله د دغه کسانو پرضد کاروايي کیږي بیا عام ولس احتجاجي مظاهرې شورو کړي.
د جرګې یو بل غړي او سیاست مدار ننګیال بیټني وویل په ورستیو کې دوی د امن د پاره جرګې او احتجاجي مظاهرې کړې خو د دوی دغه غږ نه اوریدل کیږي. هغه وویل دوی د جرګو دلارې د امنیت د ټينګښت هڅه کوي.
د ټانک د پولیسو مشر سید افتخار شاه وي او ای ډیوه ته ویلي، د جرګې ستاینه کوي او زیاتوي د نامنۍ پرضد ژمن دي ځکه زیات تاوان پخپله پولیسو ته رسېدلی. سید افتخار زیاته کړې که څه هم په پولیس زیات بریدو کیږي خو بیا هم ولس ته تحفظ ورکول د دوی لومړيتوب دی او د امنیت قابو کولو د پاره د نورو امنیتي ادارو په مرسته هڅې روانې دي.
هغه وویل دا سیمې ګڼ ځنګلونه لري او کله چې وسله وال برید وکړي نو دغلته د خلکو په کورونو، جماعتونو یا ځنګلونو کې پناه واخلي او چې بیا امنیتي ځواکونه ورځي نو د تاوان سره مخ کیږي یا د هغوا نه د هغوي پرضد کاروايي کیږي نو عامو خلکو ته پکې زیان اوړي.
سید افتخار زیاته کړې د سیمې پولیس د پوځ سره په شریکه سیمه کې اضافي څوکۍ جوړوي او ډیر زر به سیمه د ناامنۍ نه پاکه کړي.
Forum